د پکتيا ډنډ پټان دروازه کې طالبان او پاکستاني پوځيان يو بل ته په ماشه شوي

اطلاعات روز: د پکتيا ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې ډيورنډ فرضي کرښې سره د پټان-پاړه چنار دروازې ته څېرمه طالب پوله ساتي او پاکستاني پوځيان يو بل ته ماشه په ماشه شوي دي.

يوې ځايي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط نن (سې شنبه، ۱ د وږي) اطلاعات روز ته وويل، چې په سيمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي، خو د تلفاتو په اړه دقيق معلومات نه لري.

هغه وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ دروازې ته نږدې سيمه د طالبانو له لوري تخليه شوې او له سیمې افغان مسافر او موټر چلوونکي تښتیدلي دي.

د نوموړي په وينا په څو مترۍ کې د طالبانو له لوري زغروال ټانګونه د تيارسی په حالت کې دي.

په همدې حال کې پکتیا کې د طالبانو د منصوري قول اردو ویاند محمد یار جواد اطلاعات روز ته د پاکستان سره پر پوله د ستونزې رامنځته کیدو خبره ردوي او وایي چې د دوی د سرحدي ځواکونو قومندان ډنډپټان ولسوالۍ ته سفر کړی او هلته یې له سرحد څخه لیدنه او ګزمه کړې ده.

نموړی خلکو ته ډاډ ورکوي چې د پاکستان سره پر پوله هیڅ کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې.

مياشت وړاندې هم په همدې دروازه کې د پاکستاني پوځيانو په ډزو دوه افغان مسافر ووژل او يو بل ټپي شو، چې غبرګون کې يې طالبانو ياده لاره د تګ-راتګ په مخ وتړله او لاهم تړل شوې ده، چې له کبله يې دواړو غاړو ته سلګونه مسافر او بار وړونکي موټر ولاړ دي.