زابل کې ۱۲ زره ماشومانو ته د پولیو او شري واکسین کمپاین پېل شو

اطلاعات روز: زابل کې د طالبانو د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې څه باندې ۱۲زره ماشومانو ته د شري او پوليو واکسين کمپاین پېل شو.

زابل کې د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي وایي، په دې کمپاین کې به تر ۱۲زره ډېر هغه ماشومان واکسين شي چې عمرونه يې له شپږو څخه بيا ۵۹  میاشتو پورې وي.

نموړی زياتوي، چې د واکسين یاد کمپاين تېره ورځ (شنبه، ۱۲ د وږي) د زابل ولايت په خاک افغان او ميزانې ولسوالیو کې پیل شوی دی.

نوموړی زیاتوي، د دغه کمپاین پرمهال به ماشومانو ته د پوليو او شري واکسين ورکول شي ځکه په خبره یې چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د شري ډېري پېښي ثبت شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د شري ناروغۍ له و کبله څو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور کسان پرې اخته شوي دي.