کندهار کې د پښتو ژبې تکړه شاعر او ليکوال ومړ

اطلاعات روز: کندهار کې د پښتو ژبې تکړه شاعر او ليکوال ګران آغا الفتيار د زړه حملې له کبله د ۶۵ کلنۍ به عمر ومړ.

د ګران آغا الفتيار نږدې ملګري حبيب الله قلم‌ مل اطلاعات روز ته وويل، چې هغه د زړه د حملې له امله پرون مازيګر (یکشنبه، ۱۳ د وږي) خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د ده ملګری وايي، ګران آغا الفتيار د پښتو ژبې او شاعرۍ له پاره ډېر کار کړی او په دهمدې برخه کې يې کتابونه هم ليکلي او چاپ کړي دي.

هغه زياتوي، چې ګران آغا الفتيار نږدې څلور لسيزې د شاعرۍ په برخه کې پښتو ژبې ته کار وکړ او د شعر لیکلو ترڅنګ یې په ويلو کې هم ځانګړی استعداد درلود.

د يادونې وړ ده چې ګران آغا الفتيار د کندهار ولايت د ژړۍ ولسوالۍ په «کولک» کلي کې زېږېدلی، هغه لس بچيان درلودل او د خپلې کورنۍ يوازينی سرپرست هم و.