انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

یویشتمه پیړۍ او له ښوونځي بې برخې وګړي

اطلاعات روز: د هلمند باغران ولسوالۍ چې شاوخوا یو لک او شپږ زره نفوس لري د هلمند یوه خواره، غرنۍ او لېرې پرته ولسوالۍ ده. په دغه ولسوالۍ کې د تيرو شلو کلونو په موده کې هیڅ یو کس تر دولسم ټولګي نه دی فارغ شوی.

دغه ولسوالۍ چې په تیرو شلو کلونو کې د طالبانو په واک کې وه، د لومړي ځل لپاره دغلته ۱۳۹۷ لمریز کال د مرغومې په ۱۲مه د قومي مشرانو په غوښتنه او د طالبانو په اجازه یو ښوونځی پرانیستل شو.

د ولسوالۍ عام خلک چې ډيری يې اقتصادي ستونزو او ناپوهۍ سخت ځپلي ادعا کوي چې تراوسه پورې په دغه ولسوالۍ کې هيڅ کوم زده کوونکی تر دولسم ټولګي نه دی فارغ او نه هم شته دی.

په دغه ولسوالۍ کې يوازې هغه ښوونځی چې شاوخوا ۵ کاله وړاندې جوړ شوی اوس پکې سلګونه زده کونکي په زده کړو بوخت دي.

د غه د لس کلونو کم عمر لرونکي زده کوونکي چې د یونیسف موسېسې لخوا مرسته شوې بکسې او کتابچې ورسره دي په یوه نړیدلي ښوونځي کې له څو تنو سپین ږیرو استادانو زده کړې کوي.

د دې ښوونځي هیڅ ښوونکي له شپږم ټولګي پورته زده کړې نه دي کړي او د ځینو خو يې ان سترګې هم کار نه کوي او له عینکو پرته تدریس نه شي کولای.

د هلمند باغران ولسوالۍ کې کم عمره ماشومانو ته د یونیسف مرستې شوې بکسې او کتابچې ویشل کېږي. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

د مرکزي باغران د ليسې مدیر شاه محمد چې شاوخوا ۵۵ کاله عمر لري وايي، باغران ولسوالۍ کې د سردار محمد داوود خان له واکمنۍ را ورسته د ښوونځیو دروازې تړل شوي دي.

هغه وويل:« باغران ولسوالۍ ته هيڅ پاملرنه نه ده شوې دا شل کاله په دغه ولسوالۍ کې جنګونه وو، یو ښوونځی هم پکې نه و، په ۱۳۹۷ کال کې بیا دلته دغه قومي مشرانو غوښتنه وکړه چې باید ماشومان يې زده کړې وکړي بیا هغه تير حکومت د طالبانو له اجازې وروسته دلته يو ښوونځی چې اوس لېسه ده جوړ کړ.»

شاه محمد چې عمر یې خوړلی زیاتوي، چې دوی په دغه لېسه کې د پوهنې رياست او يونيسف موسېسې په مرسته اوس د پوهې ډیوه بله ساتلې وايي، نه غواړي چې راتلونکی نسل يي په تیارو کې پاتې شي.

د هغه به خبره، که څه هم په ولسوالۍ کې دا مهال زده کوونکي په زده کړو بوخت دي خو زياتوي چې د تدريسي توکو له کمي سره مخ دي او تراوسه ورته هيڅ پاملرنه نه ده شوې.

نوموړي زياته کړه:«زموږ هدف دا دی چې دلته ماشومان زده کړې وکړي نور باید دغه ماشومان له زده کړو بې برخې نه شي اوس هم زموږ ډير نسلونه بې تعليمه لوی شول.»

هغه زده کوونکي چې په ياد ښوونځي کې په زده کړو بوخت دي وايي، ټول ښوونکي يې يوازې له شپږم ټولګيو څخه فارغ شوي او اوس په دغه ښوونځي کې د ښوونکو په توګه دندې ترسره کوي.

په ورته وخت کې هغه زده کوونکي چې د باغران په دغه مرکزي لېسه کې په زده کړو بوخت دي وايي،دامهال يې زده کړي ښې روانې دي خو زياتوي چې درسي کتابونو ترڅنګ قرطاسیې او د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري.

دوه تنه زده کوونکو غلام فاورق او نبې جان په دې اړه اطلاعات روز ته وويل، چې يادو ستونزو يې پر زده کړو منفي اغيزه کړې او په سمه توګه زده کړې نه شي ترسره کولای:«دلته موږ کتابونه نه لرو اوبه نه لرو کتابچې، بکسې او نور هيڅ شی نه لرو، کوم کسان چې یې لري هغوی ته يې مشرانو دلښګرکاه څخه په پيسو راوړي دي.»

د باغران ولسوالۍ زده کوونکي شکایت کوي چې د درسي کتابونو ترڅنګ، مناسب چارپیریال، قرطاسیه او د څښاک پاکې اوبه نه لري. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی.

دغه راز هلمند کې ولايتي چاوراکي هم تاييدهوي چې د دغه ولايت په باغران ولسوالۍ کې ښوونيز بهير له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

د هلمند ولايت لپار د طالبانو د پوهنې ریيس محمد عوث انصاري وايي چې د تيرو جګړو له  امله د دغې ولسوالۍ زيات شمير زده کوونکي د زده کړو له بهير څخه بې برخې دي.

هغه وايي، چې دوی د باغران ولسوالۍ د ښوونکو او زده کوونکو دغه ستونزې له مرکز سره شريکې کړي ترڅو د يادې ولسوالۍ ښوونيز بهير ته پاملرنه زياته شي.

نوموړي زياته کړه:«رشتيا هم باغران ولسوالۍ د هلمند دنورو ولسواليو په څير نه ده ځکه د تعليم په برخه کې دغه ولسوالۍ شاته پاتې ده چې لامل يې په تيرو وختونو کې جګړې او د تير حکومت نه پاملرنه وه خو د باغران د دغو خلکو ټولې ستونزې د مرکز سره شريکي کړي او ان شاالله هيله شته چې د ولسوالۍ هغه ستونزې به حل شي چې دا مهال يې خلک د ښوونې په برخه کې لري.»

باغران د هلمند یوه لېرې غرنۍ ولسوالۍ ده، چې د تیر جمهوري ۲۰ کلن نظام  پرمهال تر ډیره د طالبانو تر ولکې لاندې وه او د جګړې تود سنګر و،چې هیڅ بنسټیز کارونه پکې نه دي شوي.

د افغانستان په ټولو لېرې پرتو سيمو کې خلک شکايت کوي چې له هرڅه بې برخې پاتې شوي او هيڅ پاملرنه ورته نه ده شوې خو، د معلوماتو له مخې د تير جمهوري نظام پر وخت ډيری هغه سيمې له پرمختګ او تعليم څخه شاته پاتې شوي چې د طالبانو تر ولکې لاندې وې.