ننګرهار کې د نږدې ۳۰۰۰ ښوونکو او اداري کارکوونکو د تقرر پروسه پيل شوه

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د بریالي شویو درې زره ښوونکو او اداري کارکوونکو د ګومارنې پروسه پېل شوه.

ننګرهار کې د طالبانو د پوهنې رییس حبیب حضرت حقاني نن (دوشنبه، ۲۱ د وږي) د یادې پروسې د پیل پرمهال رسینو ته وویل، دغه پروسه کې زرګونه کسانو ازموېنه ورکړې وه؛ چې له ډلې یې د ۶۸۰ ښځينه وو په ګډون ترې ۲۹۱۹ کسان بريالي شوي او له نن څخه يې د دندو د پيل قانوني پروسه پيل شوه.

د نوموړي په وينا دغه پروسه یوه اوونۍ دوام کوي او بريالي شوي کسان به د مهالوېش له مخې د پوهنې رياست ته مراجعه کوي.

حقاني زیاتوي:« ټول ۲۹۱۹ کسان بریالي شوي، چې له ډلې یې ۶۸۰ ښځينه ښوونکې دي؛ بریالي شوي کسان چې د قانون له مخې بايد د تقرر د ټولو اسنادو بشپړولو سربېره به له استخباراتو، عامې روغتيا، امنيه قوماندانۍ، مستوفيت، افغانستان بانک او نورو اړوندو ادارو څخه خپل اسناد تاييدوي.»

د نوموړي د معلوماتو له مخې، ټول ولايت کې ۲۳زره ښوونکو ته اړتيا ده، خو اوسمهال ۱۸زره ښوونکي پر دنده بوخت دي چې د نويو ښوونکو او اداري کار کوونکو له ګومارنې سره به دا کچه لوړه شي.

د پوهنې رییس هیله مند دی چې د یادو ښوونکو په ګومارنه به د دې ولایت په ښوونځيو کې د ښوونکو د کمښت شته ستونزه تر یوې اندازې حل شي.

بل لور ننګرهار میشتي د نويو ښوونکو له مقررېدو خوښ دي خو  له شپږ ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل کیدو اندیښمن کړي او له حکومت یې د خلاصیدو غوښتنه کوي.

د جلال اباد ښار یو اوسیدونکي عبیدالرحمن اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د طالبانو له حکومت غوښتنه وکړه، چې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د خنډونو پر ځای دوی ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

له یوه کال ډیره موده وشوه، چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسیدلي او ژمنې کوي چې ژر به د ټولو نجونو پر مخ ښوونځي پرانیستل شي خو لا یې په خپلې ژمنې عمل نه دی کړی او تر اوسه له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې تړلې دي.