طالبانو کندهار کې کور په کور تلاشي پېل کړې

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو امنيتي مسوولين خبر ورکوي، چې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې يې کور په کور د پلټنې عمليات پيل کړي دي.

کندهار کې د طالبانو امنیې قومندانۍ وایي، په دغه ولایت کې نن (دوشنبه، ۲۸ د وږي) کور په کور پلټنه پېل شوې چې د مرکز په ګډون به په ټولو ولسوالیو کې د خلکو کورونه وپلټل شي.

طالب امنيتي چارواکي له خلکو غوښتنه کوي ترڅو د تلاشۍ پرمهال له زغم او حوصلې څخه کار واخلي.

دوی زیاتوي، چې د دې پلټنې پر مهال ورسره د ناحيو مخور کسان او علما ملګري دي ترڅو د شخړې د رامنځته کیدو مخنیوی وشي.

یاده دې وي چې تېره ورځ (یکشنبه، ۲۷ د وږي) هلمند کې د طالبانو لخوا د کور په کور تلاشي پرمهال لفظي شخړه رامنځته شوې چې د طالبانو په ډزو کې دوې میرمنې وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د هیواد په نورو ولایتونو کې د طالبانو د تلاشۍ څخه خلکو شکایت کوه چې د پلټنې پرمهال د کورونو توکي په بل مخ اړوي او هغه ډول چې لازمه ده مناسب رفتار نه ترسره کوي.