هلمند کې يوه کوچنۍ نجلۍ د اوبو ژورې برمې ته لويدلې

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين خبر ورکوي چې د دغه ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې يوه کوچنۍ نجلۍ د اوبو ژورې برمې ته لويدلې ده.

هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رياست مرستيال محمدقاسم رياض وايي، چې پيښه نن (چهارشنبه، ۳۰ د وږي) د نادعلي ولسوالۍ د «شنې جامع» په سيمه کې رامنځته شوې ده.

نموړی زیاتوي، نجلۍ تراوسه ژوندۍ ده او سيمې ته د دوی د ژغورنې ډله پر لار ده ترڅو ياده ماشومه وژغوري.

رياض ونه ویل، چې دغه ماشومه څومره عمر لري او څومره ژورې برمې ته لويدلې ده.

دا په تیرو ۶میاشتو کې دولسمه پیښه ده چې رامنځته کیږي.

یاده دې وي، چې دوې ورځې وړاندې هم هلمند کې يو ۸ کلن ماشوم د اوبو برمې ته لويدلی و، چې تر ډيرو هلوځلو وروسته يې جسد راوکښل شو.