اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو سيمه ييز مسولين وايي، د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې ژورې څاه ته لویدلې نجلۍ تر را ایستلو وروسته ساه ورکړه.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریيس حافظ راشد هلمندی وايي، د ژغورنې ډلې یاده درې کلنه نجلۍ نن (چهارشنبه، ۳۰ د وږي) ماسپښین ژوندۍ وژغورله خو روغتون کې یې ژوند له لاسه ورکړ.
نموړی زیاتوي، دغې درې کلنې نجلۍ د روغتيايي حالت خرابوالي له امله روغتون کې ساه ورکړه.
دا په تیرو ۶میاشتو کې دولسمه پیښه ده چې هلمند ولایت کې رامنځته کیږي.
له دې پیښې وروسته هلمند کې د طالبانو مسوولينو د دغه ولایت ټولو ولسوالیو ته خبر لیږلی او ویلي یې دي که د چا د برمې سر لوڅ ولیدل شو سخته سزا به ورکړي.
یاده دې وي، چې دوې ورځې وړاندې هم هلمند کې يو ۸ کلن ماشوم د اوبو برمې ته لويدلی و، چې تر ډيرو هلوځلو وروسته يې جسد را وکښل شو.