د پکتیا پوهنتون محصلینو له تېرو لسو میاشتو راهیسې مادي حقوق نه دي ترلاسه کړي

اطلاعات روز: واک ته د طالبانو له رسېدو ۱۳ میاشتې تېرېږي، خو لاهم د پکتیا پوهنتون د زده کړیالانو ستونزو ته د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت رسېدنه نه ده کړې.

د دغه ولایت د دولتي پوهنتون محصلین وايي، له تېرو ۱۰ میاشتو راهیسې یې بدل اعاشې په نوم مادي حقونه نه دي ترلاسه کړي او په خبره یې چې اوسنیو اقتصادي ستونزو ته په کتو له سختو مشکلاتو سره مخ دي.

د پکتیا پوهنتون د اقتصاد پوهنځي یو تن محصل نور اغا اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د پوهنتون د نورو ولایتونو او ولسوالیو زده کړیالان په شخصي ځایونو کې کرایه ورکوي او په وینا یې د بدل اعاشې ځنډېدو او د ځایونو د کرایې لوړو بیو د پوهنتون محصلین له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.

د نوموړي په وینا چې په تېر جمهوري نظام کې د حکومت له لوري محصلینو ته مناسبې پیسې ورکول کېدې، چې تر ډېره یې د مصارفو ستونزې ورباندې حل کولی شوای، خو د دوی په خبره له تېرو لسو میاشتو مادي حقونو ځنډ او ورسره هم مهال د اقتصادي بحران راتلو یې زده کړې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي.

د پکتیا پوهنتون محصلین وایي، په تېر نظام کې یې پر وخت بدل اعاشه ورکول کیده خو د طالبانو راتګ سره یې چا پوښتنه نه ده کړې. انځور: اطلاعات روز

هغه وویل: «دلته د پکتیا پوهنتون ټول نارینه زده کړیالان که هغه د ولسوالیو دي یا د نورو ولایتونو دوی په کرایه ځایونو کې ژوند کوي او د بلندمنزلو په نامه په مارکېټونو کې یې اطاقونه نیولي دي، چې د هر اطاق کرایه هم له پخوا لوړه شوې ده. مونږ ته له تېرو دریو سمسترونو را په دې خوا چې شاوخوا ۱۰ میاشتې کیږي د حکومت له لوري ټاکل شوې پیسې نه دي راکړل شوې.»

د دغې ستونزې پر دوام د پوهنتون د تعلیم او تربیې پوهنځي یو بل زده کړیال نور محمد څمکني له لوړو زده کړو وزارت غوښتنه وکړه، چې د مادي حقونو ځنډ نور پای ته ورسوي او محصلینو ته خپل حقه حقوق پر خپل وخت وسپاري.

هغه وايي، اوس مهال چې محصلین په کومو ځایونو کې ژوند کوي، د اوسېدو او مطالعې لپاره مناسب نه دی، د نوموړي په وینا ډیری محصلین پاکو اوبو او د مطالعې لپاره مناسب چاپیریال ته لاس رسی هم نه لري.

نور محمد وویل: «کوم محصلین چې په مارکېټونو کې ژوند کوي، له ځینو ستونزو سره مخ دي چې له هغو جملې یې د کرایې لوړوالی دی، پاکو اوبو ته نه لاس رسی دی او هم د مطالعې لپاره ارامه چاپیریال نه درلودل شامل دي، نو له کله راهیسې چې ورباندې بدل اعاشه ځنډېدلې دغه ستونزې دوه برابره شوې دي او حتا ځینې محصلینو خپلې زده کړې پرېښې دي.»

د پکتیا پوهنتون د طب پوهنځی. انځور: اطلاعات روز

د تېر نظام پر مهال د هیواد د ځینو نورو پوهنتونو لپاره هم د محصلینو د اوسېدو په موخه په معیاري کچه د لیلیو جوړېدو چارې پیل شوې، چې له دې ډلې یې د پکتیا پوهنتون هم شامل و.

د یادو لیلیو کارونه په ځینو ولایتونو کې بشپړ شوي او د اړونده پوهنتونو زده کړیالان په کې ځای پر ځای شوي هم دي، خو د پکتیا پوهنتون لپاره د جوړېدونکو لیلیو ودانۍ کارونه لاهم په نیمګړي حالت پاتې دي.

محصلین غوښتنه کوي، چې د دغو لیلیو کارونه دې ژر پیل او د محصلینو د اوسېدو لپاره دې چمتو شي.

په دې اړه یو تن محصل محمد نبي اطلاعات روز ته داسې وویل: «مونږ په پوهنتون کې دوه لیلیې لرو، خو د دواړو کارونه لاهم نیمګړي دي، کله چې نظام سقوط شو نو له هغه وروسته یې کارونه ودرېدل. اوس مونږ غوښتنه کوو چې د دې ځایونو چارې باید بشپړې شي تر څو د زده کړیالانو د اوسېدو لپاره چمتو شي.»

پکتیا پوهنتون کې د لیلیو جوړید کارونه د طالبانو راتګ سره ځندیدلي او ډیری محصلین د پوهنتون بیرون په کرایه اطاقو کې ژوند کوي. انځور: ټولنیزې رسنۍ

په همدې حال کې بیا د پکتیا پوهنتون لپاره د طالبانو مسوولین هم د بدل اعاشې ستونزه مني، خو ډاډ ورکوي چې په نږدې راتلونکو لسو ورځو کې به محصلینو ته د ځانګړو شویو مادي حقونو لړۍ پیل شي.

د پوهنتون رییس عبید الله اخند زاده اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د بدل اعاشې په موخه بودیجه اړونده بانک ته استول شوې او په خبره یې چې د دې لپاره یې د محصلینو ثبت نام هم پیل کړی دی.

هغه همدا راز زیاته کړه، چې زده کړیالانو ته به د تېر جمهوري نظام په څېر په هماغه تعداد مادي حقونه ورکول کیږي.

نوموړي وویل: «د محصلانو د مادي حقونو یا بدل اعاشې مسله حل شوې د دغه لپاره پیسې یا بودیجه را رسېدلې او دا د بدل اعاشې موضوع به په نږدې راتلونکو ورځو کې حل شي او په نور مال ډول به محصلینو ته ورکول کیږي او تر څنګ یې دا هم ویلی شم چې په بدل اعاشه کې به تغیر نه راځي او په هماغه د تېر په تعداد به ورکول کیږي. اوس مهال مونږ محصلینو ته د بانکي کارتونو د ویش لړۍ پیل کړې ده.»

اخند زاده د محصلینو د استوګنې لیلیو ته په اشارې سره تایید کړه، چې د پوهنتون په داخل کې د دوو لیلیو د رغونې چارې ځنډېدلې دي.

د پکتیا پوهنتون مسوولین ډاډ ورکوي چې راتلونکو لسو ورځو کې به د محصلینو د بدل اعاشې ستونزه حل کړي. انځور: اطلاعات روز

د هغه په خبره چې د دې دوو پروژو سربېره په پوهنتون کې دننه ځینې نورې پروژې هم نیمګړې دي، چې د بشپړېدو لپاره یې له اړونده مسوولینو سره خبرې کړې دي.

هغه وايي: «په پکتیا پوهنتون کې مونږ دوه لیلیې لرو، چې د تحولاتو له راتګ وروسته د نورو رغنیزو پروژو په څېر د دې کارونه هم وځنډېدل او لاهم ورباندې کار نه دی پیل شوی، خو د دې کارونو د سرته رسولو لپاره مونږ له اړونده مسوولینو سره غږېدلي یو او هغوی وعده راکړې چې د لیلیو د پاتې ۱۳ سلنه کارونه به هم په نږدې راتلونکي کې بشپړ شي.»

د پکتیا پوهنتون اوس مهال د نجونو په ګډون له ۳۰۰۰ ډېر زده کړیالان لري، خو نارینه محصلین یې لاهم په کرایه ځایونو کې ژوند کوي، پاکو اوبو ته نه لاس رسی او د ارامه چاپیریال نه درلودلو له امله په خورا ستونزمن حالت کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.