اطلاعات روز: د پکتيا ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې د جوارو د حاصلاتو په سر د دوو کورنيو ترمنځ شخړې له کبله يو ۲۵ کلن ځوان وژل شوی دی.
په څمکنيو ولسوالۍ کې يوې ځايي سرچينې نن (شنبه، ۲ د تلې) اطلاعات روز ته وويل، ياده پېښه له هغه وروسته رامنځته شوه چې د دوو ترونو ترمنځ په ځمکه د کرل شويو جوارو د حاصلاتو له راټولولو وروسته لومړی لفظي شخړه وشوه او وروسته یو راپورته شو او په بل یې ډزې وکړې.
د سرچينې په حواله پېښه کې يو بل کس ټپي شوی هم دی.
تر اوسه په دې اړه د پکتيا ولايت لپاره د طالبانو امنيتي مسوولينو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
له تېرو دوو مياشتو راهيسې دا څلورمه پېښه ده چې په دغه ولايت کې د ځمکې، اوبو او جلغوزيو په سر له راپورته شویو ستونزو وروسته شخړې په مرګ، ژوبله اوړي.