ننګرهار کې یوه خيریه بنسټ ۳۰ تنو بې روزګاره کسانو ته د کار زمینه برابره کړه

اطلاعات روز: ننګرهار کې یوه خیريه بنسټ ۳۰ بېوزله کسانو ته د دایمي کار روزګار برابرولو په موخه کراچۍ ورکړې، چې د دوی په خبره له دې وروسته به دوی پرې دخپلې کورنۍ لپاره نفقه پیدا کوي.

د انصار په نوم د یوه خیریه بنسټ مشر میرویس میلمه پال اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په یاده پروسه کې هر کس ته د نږدې اووه زره افغانیو په ارزښت کراچۍ او همداراز تازه میوه ورکړل شوه، څو له دې لارې خپلې کورنۍ ته حلاله نفقه وګټي.

نوموړی وایي، د دې کار موخه په هیواد کې د بیوزلي له ختمیدو سره سره بې روزګاره ځوانانو ته کاري زمینې برابرول دي.

میلمه پال زیاتوي:«د ننګرهار له مختلفو ولسوالیو او سیمو څخه مو ۳۰ بیوزله او بې روزګاره کسانو ته د کار زمینه برابره کړه او هر یو ته مو د اووه زره افغانیو په ارزښت کراچۍ او همدارنګه تازه میوه ورکړه؛ څو له دې لارې دغه کسان حلاله نفقه خپلې کورنۍ ته پیدا کړي او هڅه کې یو چې د بې روزګارۍ د ختمیدو لپاره دا ډول هڅې لا ګړندۍ او پراخې کړو.»

هغه کسان چې د یاد خیریه بنسټ له لارې ورته د کار زمینه برابره شوې خوښ دي او له نورو خیریه بنسټونو، مرستندویه موسېسو او له حکومته په هیواد کې د بې روزګارۍ ستونزې پر بنسټيز حل ټینګار کوي.

له دې ډلې یو هم د جلال اباد ښار د اتمې ناحیې اوسیدونکی ګلاب شاه دی.

هغه اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، له څو میاشتو راهیسې کار روزګار کمرنګه شوی او د ده په شان ګڼ شمیر ځوانان د جلال اباد ښار په څلور لارو کې هر سهار په دې تمه ولاړ وي، څو ورځنى کار ومومي.

نوموړی وایې، څو اوونۍ کیږي چې ښار ته د مزدورۍ په لټه راځي خو د کار په پیدا کیدو نه دی توانیدلی.

په همدې حال کې د نظر خاوند عطاالله ساپی په هیواد کې د بې روزګارۍ او د فقر د مخنیوي لپاره د طالبانو له حکومت د اوږد مهاله پروژو ترڅنګ د حرفوي زده کړو د مرکزونو د پرانیستل کیدو او خلکو ته د دایمي کاري زمینو د برابریدو غوښتنه کوي.

له ننګرهار سربیره په ټول هیواد کې بې روزګارۍ ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو ده، له سیاسي بدلون وروسته زیاتره عام وګړي د کار روزګار د نشتون له امله اړ شوي، چې دکور وسایل په بازار کې په نیمایي بیه وپلوري.

خلک د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د بې روزګارۍ د مخنیوي لپاره دې د بیارغونې او نورو برخو کې بسټیزې پروژې پلې کړي، څو خلک له فقر او بې وزلۍ وژغورل شي.