SM

د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ کې ډله ییز قبر موندل شوی

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې یې ډله ییز قبر موندلی دی.

کندهار کې د طالبانو د والي وياند حاجي زيد ادعا کوي، چې د طالبانو امنيتي کسانو وړمه ورځ (شنبه،۲ د تلې) د سپین بولدک ولسوالۍ د «ناوې» سیمې له کوڅې ډيم سره داسې قبر موندلی چې د کندهار د پخواني امنيې قومندان جنرال عبدالرازق اڅکزي د قومندانۍ پرمهال وژل شوي دي.

نموړی زیاتوی، ياد کسان نهه کاله وړاندې په همدې سيمه کې لومړی په مرموز ډول وژل شوي او وروسته په خاورو کې ښخ شوي ترڅو هويت يې پټ وساتل شي.

د ده په وينا، چې د ناوې سيمې دغو قبر کې يې د ۱۲ کسانو هډوکي موندلي او د هويت نه تشخيصېدو له امله يې یوې بلې سیمه کې ښخ کړي دي.

هغه زیاته کړه، چې تر دې دوې ورځې وړاندې يې د کندهار په دامان ولسوالۍ کې هم د پخواني حکومت پرمهال د يو تن هغه کس قبر موندلی چې په مرموز ډول وژل شوی و.

خو د تېرو راپورونو له مخې بیا داسې ویل شوي، چې د سپین بولدک ولسوالۍ د ناوې سيمه د تېرې يوې لسيزې راهيسي د طالبانو په ولکه کې وه.

د راپورونو پراساس چې دغه سيمه د پاکستان هېواد سره د سرحد درلودلو له کبله د پخواني حکومت پرمهال د طالبانو له پاره يوه له تر ټولو نفوذي او مهمو سيمو څخه شمېرل کېده.

د پخواني حکومت يو تن د ملي اردو جنرال چې نه غواړي نوم يې خپور شي اطلاعات روز ته وویل، له کله نه چې جمهوري نظام راغلی يوازې يې په اولو پنځو کلونو کې پر دغې سیمې ولکه درلوده او له هغه وروسته د طالبانو د سخت مقاومت له امله یې دغه سيمه هغوی ته پرېښې ده.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم کندهار ولايت کې په مرموز ډول د پخواني کسانو قبرونه موندل شوي خو دا لا تر اوسه په کره ډول نه ده معلومه چې د چا له لوري او ولي دغه کسان وژل شوي دي.