اطلاعات روز: پنجشېر کې ځایي سرچینې وايي، چې طالبانو د دغه ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې دوه سپین ږیري شکنجه کړي دي.
يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وويل، چې دغه دوه کسان تېره ورځ (یکشنبه، ۳ د تلې) د حصه اول ولسوالۍ «خارو» کلي کې هغه مهال نیول شوي، چې خپلو کروندو ته روان وو.
د سرچينې په وينا، دغه دوه سپین ږیري خیر غوښتونکي او اصلاح کسان وو او له کومې ډلې سره يې تړاو نه درلود.
سرچينه زیاتوي، دغه دوه تنه د طالبانو د پوستې څخه د تیریدو پرمهال نیول شوي دي. دغه سرچینې وویل: «طالبانو ورته ویلي چې تاسو خپل سري یاست او زموږ د پوستې مخې ته دسمال او پکول سره تیریږی.»
اطلاعات روز ورځپاڼې ته د دغو سپین ږیرو په استول شویو انځورونو ښکاري چې وهل شوي او شکنجه شوي دي.
طالبان تر دې وړاندې هم په پنجشیر کې د ملکي وګړو په نیولو، شکنجه کولو او وژلو تورن شوي دي.
سرچينه زياتوي، چې طالبانو يوه مياشت وړاندې د اغا محمد په نوم يو ملکي وګړى د خارو په کلي کې تر شکنجو وروسته وژلى او جسد يې سيند ته اچولى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو د اغا محمد د مړي له ترلاسه کولو وروسته ژمنه وکړه، چې د دې وژنې عاملينو ته به سزا ورکړي.
د دې کلي د اوسېدونکو په وينا، طالبانو تر اوسه د دغې وژنې پوښتنه نه ده کړې. ویل کېږي چې، طالبان پنجشېر کې ملکي وګړي د «مقاومت جبهې» سره د اړیکو په تور نیسي شکنجه کوي یې او په قتل یې رسوي.