اطلاعات روز: د زابل په مرکز قلات کې د UNHCR موسېسې په مالي ملاتړ د يو لک او۶۰زره امريکايي ډالرو په ارزښت يو کلينيک ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د دغه ولايت لپاره د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي اطلاعات روز ته وويل، دغه کلينيک د يو ان ايچ سي ار موسېسې په مالي ملاتړ او د WOW موسېسې په تخنيکي همکارۍ د نږدې يو لک او ۶۰زره امريکايي ډالرو په ارزښت جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
نموړی زیاتوي، دغه کلينیک به له دې وروسته خپلې ټولي چارې د روغتيا نړيوال سازمان او انټرساز موسېسې په مالي ملاتړ پر مخ وړي.
داکتر حکيمي زياته کړه، ياد کلينيک به د BHC په کچه خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي او ترڅنګ به يې د نسايي ولادي او عمومي برخو کې هم خلکو ته خدمات وړاندې کوي.
په همدې حال کې د يو ان ايچ سي ار موسېسې ولايتي مسوولين وايي، د دې ولايت خلکو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي او لاس نيوی به یې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د زابل يو شمېر اوسېدونکو د نسايي ولادي روغتيايي خدمتونو نشتون څخه شکايت کوه.