انځور: اطلاعات روز

شیکاګو کې د هزاره میشتو لاریون: زموږ جرم څه دی؟

اطلاعات روز: د امريکا شيکاګو ښار کې يو شمېر هزاره میشتو د کابل په لوېديځ کې د کاج پر ښونیز مرکز د وروستي بريد په غبرګون کې چې لسګونه ښځینه زده کوونکې پکې ووژل شوې لاريون وکړ.

دغه لاریون تېره ورځ (شنبه، ۹ د تلې ) د «د ځوانانو لپاره د هزاره ګانو تاریخ لوستل» تر نامه لاندې ښوونیز پروګرام د پای ته رسېدو او د هزاره ګانو د پیوستون نړیوالې ورځې لمانځ غوندې په څنډه کې په لار اچول شوی و.

لاریون کوونکو د «د هزاره ګانو نسل وژنه بنده کړئ»، «د سید الشهداء ښوونځي پېښې تکرار»، «بشري حقونه چیرته دي؟» او «زموږ جرم څه دی؟» شعارونه ورکول.

دوی د بشري حقونو بنسټونه تورن کړل، چې په افغانستان کې د هزاره ګانو پر وړاندې بې غوري کوي.

د لاريون کوونکو له ډلې څخه نجيب اميني اطلاعات روز ته وويل: «دا ډول بریدونه په لوی لاس د دې لپاره کېږي چې پوهنتون ته د هزاره ګانو د ورتګ مخنیوی وکړي.»

په شیکاګو کې د افغان محصلینو یوې استازې فریبا پناهي له نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې په افغانستان کې د هزاره ګانو د وژنې مخه ونیسي.

لاریون کوونکي د هزاره ګانو د نسل وژنې د رسمیت پیژندلو غوښتونکي شول او په خپلو شعارونو کې یې د #StopHazaraGenocide هشتک څخه ګټه پورته کړه.

د تېرې جمعې په ورځ (۸ د تلې) دوه ځانمرګو بریدګرو د کابل په لویدیځ کې د کاج تعلیمي مرکز په نښه کړ.

د اطلاعات روز ورځپاڼې د ورستیو شمېرو له مخې په دغه برید کې د ۴۳ نجونو په ګډون ۴۹ تنه وژل شوي او ۹۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.