کونړ کې د ګاز ډبې چاودنې له امله پنځه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت مرکز اسعد اباد کې د ګاز ډبې چاودنې له امله د یوې کورنې دوو ماشومانو په ګډون پنځه تنو ته مرګز ژوبله اوښتې ده.

د کونړ ولایت یوه اوسیدونکي سید محمد ساپي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې نن (دوشنبه، ۱۱ د تلې) غرمه مهال د کونړ مرکز اسعداباد اړوند «تبه کوټ» سیمه کې د یوې ګاز ډبې د چاودنې له امله د یوې کورنۍ د مور او پلار او یو زوی په ګډون درې تنه ژوبل شوي او دوه نورو ماشومانو چې یوه یې نجلۍ او بل یې هلک دی د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د کونړ روغتیایي چارواکو هم تایید کړې او ویلي یې دي، چې له مرکز اسعداباد څخه یې روغتون ته پنځه تنه راوړل شوي چې دوو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور تر درملنې لاندې دي چې روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

د یادونې وړ ده چې له کونړ سربیره د هیواد په نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي، چې لامل یې د کورنیو له لوري له ګاز ډبو سره بې احتیاطي ښودل شوې ده.