د کابل ښار کوټه سنګي سیمه کې لا هم اور دوام لري

اطلاعات روز: د کابل ښار د ګڼې ګوڼې ډکې سیمې کوټه سنګي سیمه کې په یوه سوداګریز مارکیټ کې اورلګیدنه لا هم دوام لري.

د اور لګېدنې له پیله څلور ساعته تېرېږي، خو د اور وژنې اداره (اطفایه) نه ده توانېدلې چې اور کنټرول کړي.

په دغه ځای کې د اطفایې غږونه اوریدل کېږي او د اور لوګي د اسمان په لور پورته کېږي.

دغه اور نن سهار (چهارشنبه، ۱۳ د تلې) شاوخوا اته بجې د احمدي مارکېټ څخه پېل شوی دی.

ویل کېږي چې دغه اور نورو مارکیټونو ته هم غځېدلی دی. په دغو مارکیټونو جامې او د ښځو ګران بیه زیورات پلورل کېږي.

د کابل امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د اطلاعات روز ورځپاڼې د خبریال پیغام ته ځواب نه دی ورکړی.

تر دې دمه د اور لګیدنې لامل نه دی څرګند شوی.