پکتیکا کې د یوې سرګلولې چاودنې له امله درې ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: پکتیا کې د طالبانو امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د یوې زړې سرګلولې چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

په دغه ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ مسوولینو په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې نن سهار مهال (پنج شنبه، ۱۴ د تلې) د دغه ولایت د مټاخان ولسوالۍ اړوند په «موسی خېلو» سیمه کې د یوې نا چاودې سرګلولې چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

ځايي سرچینې هم دغه پېښه تاییدوي او وايي، چې په پېښه کې د یو ټپي ماشوم روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

د پکتیکا ولایت سربېره د هیواد په ګڼو ولایتونو کې د تېرو جګړو له امله پاتې شوي چاودېدونکي توکي هره ورځ د بې ګناه افغانانو ژوند اخلي.