ارزګان کې له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې راکړه ورکړه په کالدارو ترسره کيږي

اطلاعات روز: د هیواد په سویلي ولایت ارزګان کې د تېرو دیرش کلونو راهیسې راکړه ورکړه پر پاکستانۍ کالدارو ترسره کېږي.

خلک وایي، ارزګان کې له تيرو ۳۰ کلونو راهیسې هيڅ حکومت نه دی توانيدلی چې پر  پاکستانۍ کالدارو بندیز ولګوي او د راکړې ورکړې مخه یې ونیسي.

د پوهنتون استاد پوهنيار سيدولي صديقي وايي، په دغه ولايت کې ټوله راکړه ورکړه په کالدارو ترسره کيږي.

نوموړی زیاتوي، د ملکي خلکو ترمنځ قراردادونه، راکړه ورکړه او دښځو مهر ټول په کالدارو ترسره کېږي او په ډیرو ځایونو کې افغانۍ څوک پیژني هم نه.

هغه د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د افغانۍ د ترویج لپاره دې کار وکړي.

ورته مهال مدني فعال احمدجاويد خپلواک هم وایي، چې دغه ولايت کې په کالدارو راکړه ورکړه رواج ګرځيدلې او ټول خلک دامهال پاکستانۍ کالدارې کاروي.

د هغه په خبره، که څه هم د پاکستانيو کالدارو ارزښت د افغانۍ پر وړاندي زيات کم دی خو بیا هم خلک تر افغانيو د کالدارو په راکړې ورکړې خوښ دي.

په همدې حال کې بیا هټیوال وايي، چې پر کالدارو راکړه ورکړه کې یې زیان کړی ځکه ارزښت یې ورځ تر بلې کمیږي.

دوی زیاتوي، چې اوس مهال کالدارو د ډالرو پر وړاندې ارزښت له لاسه ورکړی چې ورسره د دوی سوداګريزو چارو کارونه ټکني شوي او سخت زیان یې کړی دی.

هغوی، د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د کالدارو پر راکړې ورکړې دې بنديز ولګوي.

دغه راز د ارزګان لپاره د طالبانو مرستيال والي حکمت الله مزمل بیا وایي، چې ډیر ژر به د کالدارو په چلښت بندیز ولګوي.

نموړی زیاتوي، چې په همدې تړاو یې د ترينکوټ ښاروالۍ او د افغانستان بانک مسوولينو ته خبر ورکړی چې په مرکز او ولسواليو کې د افغانيو د ترويج لپاره کار وکړي او عام خلک وهڅوي چې ټوله راکړې ورکړه په افغانيو ترسره کړي.

پاکستانۍ کالداره د ارزګان ترڅنګ د هېواد په يو شمير نورو جنوبي ولايتونو کې هم چلیږي چې عامو خلکو ته يې د ارزښت د لاسه ورکولو له امله زيات زيان اړولی او د مخنيوي غوښتنه يې کوي.