انځور: @QaharBalkhi

متقي، بېنټ ته: جنګسالاران، اختطافګر اوغاصبین نور د چا حقونه نشي خوړلی

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنټ سره په لیدنه کې ویلي، چې «جنګسالاران انسان تښتوونکي او غاصبین نور نشي کولای د هیچا حقونه تر پښو لاندې کړي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې کتنه کې افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت خبرې اترې شوې دي.

متقي زیاته کړې، چې د طالبانو مشر د فرمانونو او ګڼو ناستو له لارې طالب مسوولین دې ته هڅوي، چې له خلکو سره ښه چلند وکړي او د هغوى حقونه ورکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر بېنټ ته ویلي: «د دې پر ځای چې پر یو بل نیوکې وکړو، باید په ګډه کار وکړو، حقایق خپاره کړو او کوم پرمختګ چې شوی دی، خپور یې کړو.»

دغه راز متقي د بشري حقونو د وضعیت د ښه والي په اړه ډاډ ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د بشري حقونو وضعیت خراب شوی دی.

ریچارډ په دې وروستیو کې د بشري حقونو شورا ته د خپل راپور د وړاندې کولو پر مهال افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرداری ورکړی و.

بېنټ ویلي و چې «افغانان د بشري حقونو په داسې بحران کې راګیر دي چې فکر کېږي نړۍ یې د حل توان نلري.»

ریچارډ بېنټ د بشري حقونو د شورا په غونډه کې خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې هزاره ګان او نورې شیعه ټولنې له «سیستماتیک» بریدونو سره مخ دي چې کیدای شي یو نړیوال جنایت وي.