اطلاعات روز: د ننګرهار کې د کرنې ریاست چارواکي وایي، د څارویو د پوستکي ناروغۍ مخنیوي لپاره يې د دې ولایت په ۷ ولسوالیو کې د واکسین د تطبیق کمپاین پیل کړ.
د کرنې ریاست د حیواني برخې امر ضمیر بهسودي وایي، چې دا کمپاین د خوړو او کرنې د نړيوالې ادارې په مرسته د دې ولایت په ۷ ولسوالیو کې پيل او پر مهال به یې۲۰ زره دوزه واکسین څارويو ته تطبیق شي.
هغه وایي، په څاریو کې د پیدا شوې ناروغۍ له امله په ټول ننګرهار کې نږدې ۵۰ زره څاروي تلف شوي دي.
نوموړی زیاتوي له دغې چارې يې موخه په ټولنه کې له ناروغیو څخه د څارویو خونديتوب دی.
بهسودي زیاته کړه: «په دې وروستیو کې چې ننګرهار کې د څارويو په پوستکي کې يو ډول ناروغي راپيدا شوې چې ګڼو ولسواليو کې يې څاروي له منځه وړي دي، اوس موږ د خوړو او کرنې نړېوالې ادارې په مالي او تخنيکي همکارۍ بهسودو، چپرهار، غني خېلو، سره رود، بټي کوټ، کوز کونړ او کامې ولسواليو کې د واکسين کمپاين پيل کړی او تمه ده چې یاده ناروغۍ به کنترول شي.»
عام خلک هم خوښ دي، چې د څارویو د ژغورنې لپاره یې واکسین تطبیق کېږي، خو غوښتنه یې دا ده، چې کمپاين بايد په ټولو هغو سيمو کې ترسره شي چې څاروي ناروغ شوي دي.
د ننګرهارښیوې ولسوالۍ اوسیدونکی سید ګل وایي، چې په څارویو کې د پیدا شوې ناروغۍ له امله په زیات شمېر خلک له مالي زیان سره مخ شول.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې د څارويو د پوستکي ناروغۍ له پاکستان څخه را انتقال شوې، د څارويو په پوستکي يو ډول دانې را پيدا کوي او د نه درملنې له امله يې څاروي له منځه وړي.
په دې وروستيو کې ننګرهار کې د دغې ناروغۍ له امله يو شمېر څاروي له منځه تللي چې خلکو ته يې ډېرې اندېښنې را پيدا کړي دي.