کندهار کې د پولیو واکسین درې ورځنی کمپاین؛ طالبانو ډنډ ولسوالۍ کې اجازه نه ده ورکړی

اطلاعات روز: کندهار کې د پوليو ضد واکسين درې ورځنی کمپاين داسې مهال پيل شوی چې د دغه ولايت ډنډ ولسوالۍ کې طالبانو د واکسین د تطبیق اجازه نه ده ورکړې.

کندهار کې د پوليو واکسين يو تن کارکوونکي د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې د طالبانو مسوولینو نن (دوشنبه، ۲۵ د تلې) د دغه ولايت په ډنډ ولسوالۍ کې واکسیناتورانو ته د پولیو واکسین د تطبیق اجازه نه ده ورکړې.

دغه سرچينې وويل، د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو د مسوولينو او پوليو د کارکوونکو ترمنځ اختلاف رامنځته شوی او هلته په ټولو کلیو کې د پوليو واکسين کمپاين په ټپه درېدلی دی.

په همدې حال کې د یونیسف موسېسې څخه هم سرچينې تاییدوي، چې په ډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو ولايتي مسوولينو د پوليو واکسين تطبيق ته اجازه نه ده ورکړې.

یادې سرچينې زياتوي: «په ډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو د ولسوال او پوليو د مسوولينو تر منځ خبرې روانې دي خو تراوسه کومي پایلې ته نه دي رسېدلي، پر ۹:۰۰ بجې د WHO دفتر يو پلاوی هم هلته تللی، اصلي خبره داده چې ځينې کسان غواړي ترڅو خپل ملګري هلته پر دنده کړي ځکه يې واکسين درولی دی.»

همدارنګه کندهار کې د سویلي زون لپاره د ګوزڼ واکسين د کمپاين آمر ډاکټر حزب الله فطرت وایي، د دغه کمپاين پر مهال به کندهار ولايت کې شاوخوا شپږ لکه ماشومان ته د پوليو دوه څاڅکی واکسين ورکول شي.

نوموړی وايي، کندهار کې اوس مهال شاوخوا ۴۴سلنه ماشومان د بېلابېلو لاملونو له کبله د پوليو واکسين څخه بې برخې دي.

دی زياتوي، د ګوزڼ واکسین کمپاین مسجد په مسجد روان دی او هڅې یې پيل کړي چې دغه کمپاين بېرته کور په کور کړي ترڅو ټولو ماشومانو ته دغه واکسين ورسېږي.