کندز ښار کې د طالبانو او داعش نښته؛ یو طالب او پنځه داعشیان وژل شوي

اطلاعات روز: د هېواد په شمال ختیځ کندز کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د داعش ډلې پر یوه پټنځای د طالبانو په برید کې پنځه داعشیان وژل شوي دي. خو ځینې سرچینې بیا درې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

د کندز ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبیدالله عابدي وايي، چې نن سهار (سې شنبه، ۲۶ د تلې) د کندز ښار په دوهمه امنیتي حوزه کې د داعش ډلې یو پټنځای کشف شوی دی.

د عابدي په وينا، پر دغه پټنځاى د طالب ځواکونو د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د داعش پنځه غړي وژل شوي دي. دغه عمليات د کندوز ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند د «سرک نو» په سيمه کې پر يوه استوګنیز کور ترسره شوي دي.

کندز کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند وايي، چې د داعش غړو دغه کور په کرایه نیولی و او غوښتل یې چې د خلکو د امنیت د ګډوډولو لپاره ترې کار واخلي، خو موخې ته له رسیدو وړاندې ووژل شول.

په همدې حال کې یوه بله باوري سرچینه بیا وايي، چې په کندز ښار کې د نن سهار نښتې په پایله کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. سرچینه زیاتوي، چې په دې نښته کې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

سرچينه زياتوي، چې طالب ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د داعش د پنځو غړو پر وژل کېدو سربېره له ياد شوي کور څخه درې ښځې هم د داعش د غړيتوب په تور نيولې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کندز ښار په سیداباد جومات او امام صاحب ولسوالۍ کې د داعش له خوا د ځانمرګو بریدونو او چاودنو وروسته دا په دغه ولایت کې د داعش او طالبانو ترمنځ لومړۍ مخامخ نښته ده.