انځور: ارشیف

د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان کې له هرو ۱۰ کسانو، نهه یې د کافي خوړو برابرولو توان نه لري

اطلاعات روز: د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، په افغانستان کې له هرو لسو کسانو څخه نهه یې نشي کولای کافي خواړه ترلاسه کړي. د دې پروګرام د معلوماتو له مخې، والدین خپلو ماشومانو ته د صحي خوړو برابرولو توان نه لري.

د خوړو نړیوال پروګرام نن (یکشنبه، ۱ د لړم) په یوه ټویټ کې لیکلي، چې ۲۰۲۲ کال کې یې په ټول هیواد کې څه باندې ۲۱ میلیونه هغه کسانو ته خواړه برابر کړي چې د خوړو نه خوندیتوب سره مخ او اغیزمن شوي وو.

واک ته د طالبانو رسیدو وروسته هیواد کې بې کاري او بې وزلي زیاته شوې ده.

مرستندویه ادارو څو وارې په افغانستان کې د بشري وضعیت د سختېدو او د بې وزلۍ د زیاتیدو خبرداری ورکړی دی.

د دوی په وینا، د افغانستان ۹۷ سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوی. ویل کېږي چې د هېواد تر نیمايي ډېر وګړي له لوږې سره مخ دي او مرستو ته اړتیا لري.