انځور: ارشیف

د میدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ د طالبانو برید؛ تر ۱۰ زیات کسان نادرکه دي

اطلاعات روز: د میدان وردګو بهسودو ولسوالۍ په دویمه حصه کې سرچینې وایي، ، چې د دې ولسوالۍ پر «تکه‌تو او ابلیس»سیمو د طالبانو له برید وروسته تر لسو ډېر کسان نادرکه شوي دي.

د تېرې اوونۍ په وروستیو کې طالبانو په دغو سیمو برید کړی وو. د سیمه ییزو سرچینو په وینا، طالبانو تر ۲۰ ډېرې کورنۍ بې ځای کړي او یو شمېر کورونو ته یې اور ورته کړی. د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو د وسلو موندلو په موخه تاو خانې سپړښتې دي.

يوې سرچينې نن (دوشنبه، ۲ د لړم) اطلاعات روز ته وويل، چې طالبانو يو شمېر ملکي وګړي د وسلو لپاره وهلی ډبولي او شکنجه کړي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو د ځايي اوسېدونکو لاسونه په مرميو ويشتلي دي.

د سرچينې د ادعا له مخې، د طالبانو له لوري يو ملکي کس وژل شوى او تر لسو ډېر نادرکه دي. د سرچينې په وينا، د دغو لسو کسانو برخليک نه دى څرګند.

سرچينې زياته کړه، چې طالبانو د «تکه‌تو او بلیس»سيمې پرېښې؛ خو بې کوره شویو خلکو ته یې خبرداری ورکړی چې بېرته خپلو کورونو ته ستانه نه شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو د بهسودو د دويمې حصې اوسېدونکي له عبدالغني علي پور سره په همکارۍ تورن کړي او دغې ولسوالۍ ته يې لښکر کشي کړې ده.

په ورته وخت کې دا څرګنده نه ده چې علي پور د اشرف غني د حکومت د ځواکونو له خوا تر ځپلو وروسته چیرته دی. هغه د طالبانو د حکومت راتګ وروسته د دغې ډلې پر ضد کوم پوځي اقدام نه دی کړی.

هغه په تېرو وختونو کې د بهسودو په دويمه حصه کې د کوچيانو او طالبانو پر ضد د ولسي ځواکونو مشري کوله.

په بهسودو کې د افغان پوځ د چورلکې له غورځېدو وروسته د اشرف غني حکومت دغې ولسوالۍ پوځ واستوه، علي پور او د هغه ځواکونه یې وځپل.

بهسودو ولسوالۍ د ميدان وردګو ولايت يوه له هزاره میشتو ولسواليو څخه ده.