د پکتيا څمکنیو ولسوالۍ کې قومي خلکو د يوه کس کور ته اور اچولی

اطلاعات روز: د پکتیا ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې ځايي خلکو د قومي تړون له مخې د هغه کس کور ته اور اچولی، چې د ميراث لپاره يې خپل د کاکا زوی وژلی و. 

د پکتيا ولايت د طالبانو له امنيې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې څو ورځې وړاندې د څمکنيو ولسوالۍ اړوند «حکمزيو» سيمه کې د «داود جان» په نوم يو کس له کوره نادرکه او وروسته يې جسد په ځوړند حالت کې وموندل شو. 

د دوی د خپرپاڼې پر بنسټ د وژل شوي کس د کورنۍ غړي د نوموړي قاتلين د هغه د تره زامن او تره ياد کړي چې وروسته يې د قومي پریکړې له مخې تېره ورځ (جمعه، ۶ د لړم) د دغه قاتل کور ته ځايي خلکو اور اچولی او په بشپړه توګه يې سوځولی دی. 

د پکتيا سربېره په پکتيکا او خوست ولايتونو کې ډېری وخت د ميراث، ځمکو، غرونو او اوبو په سر ډیری وخت قومي شخړې رامنځته کېږي، چې ډیری وخت په مرګ ژوبلې تمامیږي.