پر بانکونو بې باوري د صرافیو بازار ګرم کړی دی

اطلاعات روز: کندهار کې د بانکونو پر ځای په صرافیو د خلکو باور ډېر شوی او د خپلو پیسو لیږد رالیږد لپاره تر بانک، حوالې (صرافي) ته لومړیتوب ورکوي.

خو مسوولین د دغه کار سبب د بانکونو له لوري خلکو ته د ناسم خدماتو وړاندې کول او له هغوی سره بد چلند یادوي.

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د امریکا حکومت د افغانستان شاوخوا نهه نیم میلیارده ډالر شتمني کنګل کړه، دې چارې نه یوازې دا چې د خلکو پر ژوند او د طالبانو پر حکومت منفي اثر وکړ بلکې د هیواد دننه یې خصوصي او دولتي بانکونه له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړل.

که څه هم په همدې اړه د هېواد په ډېرو سیمو کې لاریونونه وشول او د طالبانو لوړ پوړو چارواکو څو ځله د دغو پیسو د ازادیدو غوښتنې وکړې خو کومه مثبته پایله یې ور نه کړه.

د امریکا له لوري د افغانانو د شتمني کنګل کیدل او په کور دننه په بانکونو بې باوري د دې سبب شوه چې خلک صرافیو ته مخه کړي او له دې لارې د پیسو لیږد رالیږد ترسره کړي.

کندهاري صرافان وایي، اوس مهال یې په کاروبار څو چنده ښه شوی خو په ورته وخت کې د یو شمیر ستونزو یادونه هم کوي.

کندهار کې صرافان وایي، د پځوا په پرتله یې کاروبار څو چنده ښه شوی. انځور: اطلاعات روز

صفت الله د کندهار په صرافۍ مارکېټ کې د صرافۍ دوکان لري نوموړی زیاتوي، اوس مهال یې تر پخوا کاروبار پنځوس سلنه وده کړې او لا هم د ودې په حال کې دی.

خو دی وایي، هغه شرایط نه شي پوره کولای چې د افغانستان بانک له لوري ورته ورکول شوي، ځکه په خبره یې چې په دې شرایطو کې د افغانستان بانک له لوري ترې غوښتنه شوې ترڅو ټول صرافان باید د تضمین لپاره دغه بانګ ته درې میلیونه افغانۍ ورکړي.

صفت الله زیاتوي، که څه هم اوس مهال دغلته د صرافیو خدمات ډېر شوي خو په وینا یې چې صرافان دغو سختو شرایطو ته په کتو اوس خپلې پانګې له هېواده باسي.

د هغه په وینا، ستونزې يې څو ځله د افغانستان بانک، د طالبانو ولايتي مسوولينو او نورو لوړ پوړو چارواکو سره شريکې کړي خو پردې سربېره یې بیا هم چا غږ نه دی اوریدلی.

صفت الله وویل: «زموږ کاروبار سم روان دی خو اوس د افغانستان بانک له لوري نوي شرایط جوړ شوي، اوس باید د افغانستان بانک ته هر صراف درې میلیونه افغانۍ د تضمین په ډول ورکړو، دوهم باید هر صراف ۳۰میلیونه افغانۍ سرمایه ولري چې کاروبار پرې وکړي، جوازونه مو پر وخت نه راته نوي کوي، اوس موږ هره ورځ له ستونزو سره مخ یو.»

د ظاهر شاه په نوم د کندهار صرافۍ مارکېټ بل صراف بیا وایي، له کومه وخته چې بانکونه د پيسو په انتقال او راکړه ورکړه کې پاتې راغلي د دوی کاروبار ډیر ښه شوی او ورځ تر بلې وده کوي.

هره ورځ ګڼ شمیر خلک د خپلو پیسو اخیستو لپاره د بانک مخې ته به نوبت کې ولاړ وي ترڅو خپلې پیسې ترلاسه کړي. انځور: ټولنیزې رسني

نموړی زیاتوي، که څه هم د ډېرو خلکو پيسې په بانکونو کې پرتې دي او د طالبانو د حکومت په ګډون ډېری موسېسات د بانک له لارې راکړه ورکړه کوي خو به خبره يې چې بيا هم خلک اوس مهال پر بانکونو باور نه کوي.

د ظاهر شاه په خبره، طالبانو ټول صرافانو ته نوي شرايط وضع کړي چې له امله یې صرافان نا خوښ دي او نوي شرايط يوازې د ګوتو په شمېر صرافان پوره کولای شي.

هغه وویل: «حکومت باید د دې پرځای چې شرايط سخت کړي هغه آسانه کړي، که طالبانو شرايط نه وای سخت کړی نن به بانکونه هم له دې مشکلاتو سره نه وای مخامخ، موږ دلته په ډېر مات زړه کار کوو، کاروبار مو ډېر شوی خو شرايط هم ورځ تربلې سختېږي، په دې شرايطو کې ټول خلک د ماښام په ډوډۍ پسې حيران پاته دي.»

دغه راز د کندهار اوسېدونکي بیا د بانکونو له خدماتو په تنګ راغلي او شکایت کوي چې خپلې پيسې یې پر وخت نه ورکوي.

محمد عثمان چې کندهار کې يوه خصوصي بانک ته راغلی ترڅو خپلي پيسې واخلي وایي، ډېر کله درې ورځې انتظار کوي څو معاش ترلاسه کړي.

هغه چې په يوه ښوونځي کې د ښوونکي دنده پرمخ وړي زیاتوي، کندهار کې د بانکونو مسوولين د خپلو مشتريانو ستونزو ته پام نکوي او رویه یې تنده ده.

هغه زیاتوي: «زموږ معاشونه چې بانک ته حواله شي، هغه چې ورشو، کارکوونکي يې ډېره بده رويه کوي، بانک نوټونه ټول زاړه او ناچله ورکوي، نه د چا اړتيا ته کتل کېږي او نه څوک زموږ غږ اوري.»

په ورته وخت کې د کندهار د صرافانو د اتحاديې مسوولين زياتوي اوس مهال د بانکونو په پرتله د صرافانو کاروبار نږدې پنځوس سلنه وده کړې.

نه یوازې عامو خلکو بلکې بانګوالو هم صرافیو ته مخه کړې او خپلې پیسې له دې لارې بهر ته استوي.

د کندهار د صرافانو د اتحاديې مشر حاجي قندي آغا وایي، په دغه ولايت کې د بانکونو په پرتله د صرافيو کاروبار ګرم شوی او خلک ډیر باور کوي.

نموړی زیاتوي، خلک له بانکونو څخه خپلې پيسې په اسانۍ نه شي ویستلی خو صرافیو ته په يو ځل ورتلو سره د هغوی ټولې پيسې ورکول کېږي.

د ده په خبره چې د افغانستان بانک له لوري پر صرافانو نوي شرايط وضع شوي چې له امله يې اوس ډېر شمېر صرافان ناهيلي شوي.

هغه وویل: «د افغانستان بانک پر صرافانو نوي شرايط وضع کړي، چې هره صرافۍ بايد د کاروبار لپاره ۳۰ميليونه افغانۍ سرمايه ولري او دغه راز درې ميليونه افغان بايد د افغانستان بانک ته په تصمين کې ورکړي، د افغانستان بانک په سختو شرايطو باندې پنځه سلنه صرافان هم کار نه شي کولای.»

د ده په خبره، د افغانستان بانک د نويو شرايطو ترڅنګ ورته ویل شوي چې د صرافيو ټولو کارکوونکي بايد د ليسانس تر کچې پورې زده کړې کړې وي.

د صرافیو له لارې د پیسو راکړه ورکړه او ناسم انتقال د افغانیو بانک نوټونو د خرابیدو لامل شوي دي.

دی له افغانستان بانک څخه غواړي ترڅو د صرافانو جوازونه پر درې برخو تقسیم کړي لکه د درې ميليونه افغانيو دا هغو کسانو ته چې په ټول هېواد کې څانګې لري، د ۱۵سوه زره افغانيو دا چې په پنځو ولايتونو کې څانګې لري او د پنځه سوه زره افغانيو هغه چې د ولايت په کچه فعاليت کوي.

ده وويل، که څه هم د صرافانو کاروبار غوړېدلی خو دغه نوي شرايط یې مخه نيسي او ډېر صرافان به له ستونزو سره مخ کړي.

په همدې حال کې مو وغوښتل چې د بانکي ستونزو په اړه د افغانستان بانک له مسوولینو سره خبرې وکړو خو له ډېرو هڅو سره سره بیا بریالي نه شو.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې کندهار کې ډېرو خلکو هڅه کوله ترڅو خپلې پيسې د صرافيو پر ځای بانکونو کې وساتي خو اوس د خلکو باور په بانکونو کم شوی او نه غواړي چې خپلې پیسې بانک کې وساتي.