ننګرهار کې د ځمکې پر سر شخړه کې درې تنه وژل شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر خپلمنځي شخړه کې درې تنه وژل شوي دي.

د خوږیاڼو ولسوالۍ یوه اوسیدونکی سید حسن وایي، چې تیر ماښام (یکشنبه، ۸ د لړم) د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو سیمې اړوند «شروع خیل» سیمه کې د اسلم او ظاهر خان کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر تر لفظي شخړې وروسته ډزې شوي، چې پرمهال یې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.

نوموړی وایي، وژل شوي کسان درې واړه ورونه دي.

ننګرهار کې د طالبانو امنیتي چارواکو هم یاده پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې سیمې ته یې پر وخت امنیتي ځواکونه رسیدلي څو د پېښې اصلي عاملین ونیسي.

په دې وروستیو کې د هیواد په بیلابیلو  سیمو کې د کورنیو ترمنځ خپلمنځي شخړې زیاتې شوي چې لامل یې بې روزګاري او د فقر زیاتوالی ګڼل کیږي.