اطلاعات روز: پنجشېر کې ځایي سرچينې وايي، طالبانو دوه بې ځايه شوې کورنۍ چې د دغه ولايت په مرکز کې يې د پخوانيو دولتي چارواکو په کورونو کې پناه اخيستې وه، کډې کولو ته اړ ایستي او کورونه یې ولکه کړي دي.
دغه دوه کورنۍ د پنجشېر ولايت د پيريان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې دي. دوی د پنجشیر ولایت په مرکز «فروبل» کلي کې د کابل د پخواني امنیې قومندان جنرال ظاهر ظاهر او د ملي امنیت یو پخوانی رییس محب الله کورونو کې ځای پر ځای شوي وو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو تېره شپه (دوشنبه، ۹ د لړم) د دغو کورنيو غړي وهلي ډبولي او له کورونو یې ایستلي دي.
سرچینې د بې ځایه شویو کورنیو سره د طالبانو چلند «وحشیانه او غیر انساني» یادوي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه کورنیو د سرپنا نشتون له امله دشپې تر نا وخته پورې په سړه هوا تېرې کړي او بالاخره د عناب ولسوالۍ ته ولاړې.
سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې طالبانو د ښوونځیو او جوماتونو په ګډون ګڼ کورونه او مجهزې ودانۍ نیولي او قرارګاوې یې پکې جوړې کړې دي.
سرچېنې زیاتوي، د استوګنې د کورونو په منځ کې د طالبانو د پوستو جوړول د پنجشیریانو د بې ځایه کیدو لامل شوي دي.
د دايکندي په ګډون په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم ويل کېږي چې طالبانو د ولسي خلکو کورونه ولکه کړي دي.