اطلاعات روز: یوې سرچینې تایید کړه، چې د کابل نیوز خصوصي تلویزیون خپرونې بندې شوې دي.
د دې رسنۍ د امتیاز خاوند عبدالکریم خرم د پخواني ولسمشر حامد کرزي له نږدې کسانو دی. ویل کېږي چې د دې رسنۍ بودیجه هم د کرزي له خوا ورکول کېده.
تر اوسه د کابل نیوز د فعالیت د بندیدو لامل نه دی څرګند. نن (سېشنبه، ۱۰ د لړم) یوې سرچینې له اطلاعات روز سره په خبرو کې یواځې د دې رسنۍ د خپرونو بندیدل تایید کړل.
دغه راز کابل کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د کابل نیوز تلویزیون نشراتي فعالیت بندیدل تاییدوي او دا یې په هیواد کې د اطلاع د رسونې په برخه کې لویه تشه ګڼلې ده.
دوی زیاتوي، چې کابل نیوز د لس کلن فعالیت وروسته خپلې خپرونې په رسمي ډول درولي دي.
یادې کمیټې په دې وروستیو کې د یو شمېر نورو رسنیو په ځانګړې توګه د سیمه ییزو رسنیو فعالیتونو بندیدو په اړه اندیښنه ښودلې او ذینفعو اړخونو څخه یې غوښتي چې د رسنیو پر وړاندې شته ننګونو ته پاملرنه وکړي.
په ورته وخت کې د طالبانو لخوا لګول شوي محدودیتونه او اقتصادي ننګونې د افغانستان د رسنیو د سقوط عوامل ګڼل کېږي.
د بې سرحده خبريالانو (RSF) د سروې له مخې، په افغانستان د طالبانو واکمن کیدو وروسته د هېواد نږدې څلوېښت سلنه رسنۍ تړل شوي او ٦٠ سلنه خبريالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
د دې سازمان په وینا، ښځینه خبریالانې تر ټولو زیاتې زیانمنې شوي او ۷۶.۱۹ سلنه ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.