انځور: ارشیف

په تېرو دوو لسیزو کې ۱۲۷ خبریالان او د رسینو کارکوونکي وژل شوي

اطلاعات روز: د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په تېرو دوو لسیزو کې په هېواد کې لږ تر لږه ۱۲۷ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي. خو د ۹۰ سلنه قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنه نه ده شوې.

د دغه مرکز د اعلامیې له مخې، په تېر (۲۰۲۱) کال کې لږ تر لږه اته خبریالان او د رسنیو کارکوونکي، چې پنځه یې ښځې وې، په چاودنو، وسله وال هدفي یا ځانمرګو بریدونو کې وژل شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو له مخې، له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې چې د ۱۳۸۰ لمریز کال سره سمون خوري لږ تر لږه ۱۲۷ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي چې ۲۰ یې ښځې دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دغه مرکز څېړنې ښيي چې د مجازاتو معافيت د فرهنګ شتون له امله په دغو پېښو کې ۹۰ سلنه قانون او عدالت ته نه دي وړاندې شوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي لږ تر لږه ۲۴۵ پېښې ثبت شوي، چې په دې کې نیول، فزیکي تاوتریخوالی، ګواښ او ډار، ټپي کېدل او حتی د رسنیو د کارکوونکو وژل شامل دي.

د خبريالانو د مرکز موندنې ښيي چې د طالبانو د واکمنۍ په يوه کال کې له يو څخه تر څو ساعتونو يا څو ورځو او مياشتو پورې د تاوتريخوالي او ګواښونو تر څنګ د لنډ مهالي توقیف ١٣٠ پېښې ثبت شوې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي چې د خبریالانو د ملاتړ په برخه کې خپله ژمنه پوره کړي او د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت فرهنګ پای ته ورسوي.