اطلاعات روز: کندهار ښار کې د يوې ترافيکې پېښې له امله د مور او پلار په ګډون يو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او يو بل ماشوم سخت ټپي دي.
کندهار ښار کې د طالبانو د ترافيکو مدير ملانصرالدین اخند وایي، یاده ترافیکي پیښه نن (پنجشنبه، ۱۲ د لړم) غرمه مهال شاوخوا ۱:۰۰ بجه د دې ولايت په مرکز احمد ولي خان څلور لارې ته څېرمه رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي، یاده پیښه د یوه ټیلر موټر او موټرسایکل د ټکر له امله رامنځته شوې چې پر موټرسایکل ناست ښځه، خاوند او زوي یې مړه شوي او یو ماشوم یې سخت ټپي دی.
د هغه په خبره، د پیښې قربانیانو روغتون ته د رسیدو مخکې ساه ورکړې او یوازې یو ماشوم په کوما حالت کې میرویس حوزوي روغتون ته انتقال شوی دی.
ملانصرالدین زیاته کړه، چې د ټیلر موټر چلوونکي غوښتل چې تیښته وکړي خو په خبره یې چې هغه یې نیولی دی.
کندهار ښار کې د موټر چلوونکو بې احتياطي، د سړکونو بندښت او تنګوالی او ترافيکي قوانينو نه هغه څه دي چې د داسې پیښو د رامنځته کیدو لامل ګرځي.