د اقلیمي بدلون ویجاړونکې اغیزې؛ افغانستان ته روان کال دوه ملیارده ډالر زیان رسیدلی

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په مصر کې د اقلیمي بدلون له ۲۷مې ناستې څخه د ملاتړ ترڅنګ ویلي، د اقلیمي بدلونونو د منفي اغیزو له امله یوازې روان کال افغانستان ته څه باندې دوه میلیارد ډالر زیان رسیدلی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن سهار (دوشنبه، ۱۶ د لړم) په یوه ټویټ کې لیکلي چې دغه وزارت د مصر په شرم‌الشیخ کې د اقلیمي بدلون د ۲۷مې ناستې جوړیدل نړۍ ته د ور پیښو اقلیمي ننګونو لپاره د یوې حل لارې د موندلو لومړی ګام بولي او په دې باور دی چې ګډې ننګونې له تفاهم او ګډ کار پرته نشي حل کیدی.

بلخي ویلي: «لکه څرنګه چې د اقلیمي بدلون اغیزې سیاسي پولې نه پیژني، حل لارې یې هم باید له سیاسي ملحوظاتو مستقلې وي او د افغانستان په څیر هغه هیوادونه له پامه ونه غورځول شي چې د اقلیم په بدلون کې یې هیڅ منفي ونډه نه ده لرلې مګر ناوړه اغېزو سره یې لاس او ګریوان دي.»

د بلخي په وينا، يوازې سږ کال افغانستان ته د اقليمي بدلون د منفي اغېزو له امله له دوه ميليارد ډالرو زیات زيان اوښتی دی.

هغه زیاته کړې، د دې زيان د جبرانولو، د نورو احتمالي زيانونو د کمولو او تر ګواښ لاندې ټولنو د مقاومت لوړولو ترڅنګ، د طالبانو حکومت د نړيوالې ټولنې پراختيايي مرستو ته اړتيا لري.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (یوناما) هم په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د ویجاړونکو اغیزو د مخنیوي لپاره د سمدستي ډله ییز اقدام غوښتنه کړې ده.

دغه دفتر له طالبانو غوښتي چې د اقلیم د بدلون ګواښ جدي ونیسي.

د یوناما په وینا، افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمې ننګونو لپاره لږ چمتو دی؛ مګر دا شپږم ډیر اغیزمن شوی هیواد دی.