کونړ سیند کې د تېر حکومت د یوه نظامي جسد موندل شوی

اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په سیند کې د تېر حکومت د ملي امنیت د یوه سرتیري جسد موندل شوی دی.

د کونړ یوه ځایي اوسیدونکي نن (سې شنبه ۱۷،لړم) اطلاعات روز ته وویل، چې وژل شوی ځوان شریف الله نومیده او د تیر حکومت پرمهال یې د ملي امنیت د یو سرتیري په توګه دنده ترسره کړې وه.

هغه زیاتوي، د وژل شوي سرتیري مړى دوه ورځې وړاندې ځایي خلکو د کونړ سیند په مربوطاتو کې موندلی چې لاسونه يې تړل شوي او په ډزو ویشتل شوی و.

له دې نږدې دوه اوونۍ وړاندې په کونړ کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو قومندان محمد خان هم د یو وسله وال برید پرمهال وژل شوی و.

هڅه مو وکړه په دې اړه کونړ کې د طالب چارواکو نظر هم ولرو، خو له هڅو سره سره یې د نظر په اخیستو بریالي نشو.

په دې وروستیو کې په کونړ او د هیواد په نورو ولایتونو کې دا ډول پېښې زیاتې شوي، چې عام خلک او خاص ډول د تیرحکومت نظامیان چې اوس بې دندې دي اندیښمن کړي دي.