اطلاعات روز: ارزګان کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د ماین چاودنې په پیښه کې یو کس وژل شوی او بل ټپي دی.
یوې سرچينې اطلاعات روز ته وويل، چې دغه پیښه نن سهار (شنبه، ۲۱ د لړم) د ترینکوټ ښار اړوند «چشم میران» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینې په خبره، پر یادو کسانو د کور د دروازې ترڅنګ ښخ کړای شوي ماین چاودنه کړې چې یو کس پکې وژل شوی او بل ټپي دی.
تراوسه معلومه نه ده چې یاد ماین د تېرې جګړې څخه پاتې شوی او که د دغه کسانو د وژلو په موخه ښخ کړای شوی و.
ارزګان ولايت کې د طالبانو ولايتي مسولينو په دې اړه څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې د سره صليب نړيوالې کمېټې ویلي، افغانستان کې هر کال زرګونه کسان د ماينونو او ناچاودېدونکو توکو قرباني کېږي.