کندهار کې د یوه پخواني جهادي قومندان د قبر ویجاړولو ادعا؛ طالبانو رد کړه

اطلاعات روز: کندهار ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي د پخواني جهادي قومندان ملا نقیب الله اخوند د قبر ویجاړول ردوي.

ملا نقیب الله اخوند د جمعیت اسلامي ګوند له پخوانیو جهادي قومندانانو څخه و او قبر یې په ارغنداب ولسوالۍ کې دی.

ویل کېږي چې د دغه قومندان قبر په دې وروستیو کې د نامعلومو کسانو له خوا ویجاړ او سپړل شوی دی. په دې اړه په ټولنیزو شبکو کې داسې انځورونه هم خپاره شوي، چې ښيي قبر کیندل شوی دی.

د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند هم ویلي، چې د ملا نقیب الله اخوند مقبرې ته «د زیانمنو اشخاصو او ډلو له خوا بې احترامي شوې ده.»

د جمعیت ګوند دغه کار یو ناوړه عمل بللی او غندلی یې دی. دې ګوند ویلي، چې دا ډول کړنې «ټولنیزې فاصلې نورې هم ټینګوي او د داسې کړنو د عاملینو څیرې بربنډوي.»

د جمعیت د جلا شو څانګې مشر عطا محمد نور طالبان د ملا نقیب الله د قبر په ورانولو تورن کړي او ویلي یې دي چې دغې ډلې «انساني او اخلاقي ارزښتونو ته سپکاوی کړی او ملي روحیه یې زیانمنه کړې ده.»

نور ویلي، چې د دا ډول کړنو ترسره کول د دې ښودنه کوي چې طالبان ملي ارزښتونو او عقایدو ته ژمن نه دي.

د طالبانو د وسله والې مخالفې ډلې «مقاومت جبهې» مشر احمد مسعود هم طالبان د ملا نقیب الله اخوند د قبر په ویجاړولو او بې حرمتۍ تورن کړي او د هغه غندنه یې کړې.

کندهار کې د طالبانو د والي وياند حاجي زيد د دغه قبر د ویجاړولو ادعا درواغ بولي.

د ملا نقیب یو شمیر خپلوان بیا په دې اړه بې خبري ښیي، خو ځینې سرچینې د هغه د قبر د کیندلو پخلی کوي او وايي، چې څه موده وړاندې کیندل شوی او بیا رغول شوی دی.

د ملا نقیب اخوند قومي محمد ابراهیم الکوزی بیا وایي، چې یاد قبر د تیرې چارشنبې په ورځ (۱۸ د لړم) کیندل شوی او خپلوانو یې بیرته د پنجشنبې په ورځ جوړ کړی دی.

دی وایي، په دې اړه نه پوهیږي چې دا کار چا کړی خو له طالبانو غوښتنه کوي چې د دا ډول کړنو مخه ونیسي.

د ملا نقیب الله فایق د قبر د تخریب ادعا په داسې حال کې کېږي چې څه موده وړاندې ادعا شوې وه چې طالبانو په پنجشیر کې د احمد شاه مسعود مقبره ویجاړه کړې ده. طالبانو هم دغه ادعا رد کړې ده.

طالبان تر دې وړاندې هم د احمد شاه مسعود د مقبرې په ویجاړولو او سپکاوي تورن شوي وو.