اطلاعات روز: د پکتیا ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د تېرې ورځې نښتې وروسته د پټان-پړاچینار ترمنځ د «خرلڅي» لویه لار د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
په سیمه کې یوې ځايي سرچینې نن (چهارشنبه، ۲۵ د لړم) اطلاعات روز ته وویل، چې لاهم سیمه کې حالات ترینګلي دي او د دواړو غاړو ترمنځ تازه دمي ځواکونه یو بل ته ګوته په ماشه دي.
د سرچینې په حواله، د تېرې ورځې نښتې له امله دواړو غاړو ته مرګ ژوبله هم اوښتې او په وینا یې چې تېره ورځ د څمکنیو ولسوالیو ملکي روغتون ته له سیمې ګڼ امبولانسونو تګ راتګ کاوه او د څمکنیو ولسوالیو په بازار کې یې د ټپيانو درملنې په موخه د وینې غوښتلو اعلانونه هم کول، خو تر اوسه یې د تلفاتو کره شمېره لاهم نه دی په ډاګه شوی.
په همدې حال کې بیا پکتیا کې د طالبانو د منصوري قول اردو امنیتي چارواکو هم رسنیو ته د تېرې ورځې د رامنځته شوې نښتې پخلی کړی، خو په اړه یې لا ډېر معلومات نه دي وړاندې کړي.
په دې وروستیو کې له پاکستان سره د طالبانو اړیکې خرابې شوې او له امله یې د دواړو غاړو ترمنځ سوداګریزې چارې هم ټکنۍ شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د دوستۍ په دروازه کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې له امله د سپین بولدک-چمن دروازه هم د پاکستان له لوري تړل شوې ده.