اطلاعات روز: پکتیکا ولایت کې ځايي سرچینې وایي، د دغه ولایت د برمل ولسوالۍ اړوند په «مرغه» سیمه کې یو افغان ملکي وګړی د پاکستاني ځواکونو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
یوې سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې وژل شوي کس تېره ورځ (سېشنبه، ۲۴ د لړم) دې غاړې ته د ژمي لپاره د سون توکي راټولول چې د پورې غاړې پرې ډزې شوي او ځای پر ځای يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
پکتیکا کې د طالبانو سیمه ییزو مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا د کندهار په سپین بولدک او د پکتیا ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې له پاکستاني پوځیانو سره د طالبانو له نښتې وروسته دریمه پېښه ده، چې رامنځته کیږي.
تېره ورځ د پکتیا ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې هم د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ په نښته کې دواړو غاړو ته مرګ، ژوبله اوښتې خو کره شمېره یې لاهم نه دی معلوم او د دغې نښتې له امله د خرلڅي دروازه هم تړل شوې ده.