اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت شینوارو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ په خپلمنځي نښته کې یو تن وژل شوی دی.
د شینوارو ولسوالۍ یو اوسیدونکی ذبیح الله وایي، چې دغه خپلمنځي نښته نن سهار (پنجشنبه، ۲۶ د لړم ) د یادې ولسوالۍ په «ګلاهي» سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې چې پرمهال يی د کفیل په نوم یو تن وژل شوی.
د ننګرهار طالب چارواکو هم یاده پېښه تایید کړې او په اړه یې د پلتنو خبر ورکړی دی.
په دې وروستیو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې دا ډول پېښې زیاتې شوي، چې لامل کورنی تاوتریخوالی، د ځمکو پر سر جنجالونه او شخصي دښمني ښودل شوي دي.