د جنګ ټروما؛ د يوې پنجشيري کورنۍ درې ناويانې او درې لوڼې يوازې د څو ورځو په اوږدو کې کونډې شوي

اطلاعات روز: فخرالدين او ګل چهره، هغه ښځه او خاوند دي چې د پنجشير په وروستيو جګړو کې يې شپږ قريبان له لاسه ورکړي دي: درې زامن او درې زومان. اوس يوازې دغه عمر خوړلې جوړه، درې کونډې لوڼې، درې کونډې نږیندې او د هغوی يتيم اولادونه، پاتې دي؛ دا هغه ټروما ده چې له فخر الدين او د ګل چهرې يې ذهني او جسمي ځواک تروړلی دی.

طالبانو د اوړي په وروستيو کې د «مقاومت جبهې» د ځپلو لپاره پنجشير ته نور ځواکونه ولېږل. د درې ولسوالۍ عبدالله خيل دره د دواړو اړخونو د جګړې ډګر وو. داسي ويل کېږي چې په دې جګړه کې دواړو طرفونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پنجشير په جګړه کې طالبان د جنګي زندانيانو په وژلو هم تورن دي. ادعا کېږي چې د «مقاومت جبهې» ۶۰ غړي لومړی زنداني او وروسته وژل شوي دي. پر ټولنيزو رسنيو په خپرو شويو ويډيوګانو کې لېدل کېږي چې د «مقاومت جبهې» زندانیان او يا تسليم شوي غړي په ډزو وژل کېږي.

د فخر الدين او ګل چهرې نږدې خپلوان هم وايي، چې درې زامن او درې زومان يې د «مقاومت جبهې» غړي وو او د درې ولسوالۍ د عبدالله خيلو په غرونو کې تر زنداني کېدو وروسته وژل شوي دي.

د ياد کس زامن صدر الدين، هابيل او مجيد نومېدل چې کونډې ښځې او يتيم ماشومان يې پاتې دي. د فخر الدين او ګل چهرې زومان خليل، فرمان او اعلام الدين نومېدل چې له هغوی هم يتيمان پاتې دي.

د فخر الدين او ګل چهرې خپلوان وايي، چې د شپږو عزيزانو وير په ذهني اختلال اخته کړي دي.

د دې کورنۍ له خپلوانو يې يوه اطلاعات روز ته داسي وويل: «د دې کورنۍ درد دومره لوی او ژور دی چې په الفاظو کې نه شي بيانېدلای. د دې قربانيانو مور او پلار په رواني تکليفونو اخته شوي دي. د دې ويرجنې پېښي شاک د دوی حواس ترې اخيستي.»

د نوموړي په وينا، درې ناويانې او لوڼې چې ټولې کونډې شوې دي، د فخر الدين او ګل چهرې خدمت کوي: «دا مور او پلار په خپلو حرکاتو نه پوهېږي او داسي مات شوي دي چې هيڅ ډول فزيکي او ذهني سېک پکې نه دی پاتې.»

سيمه ييزې سرچينې د دې کورنۍ ويرجنې کيسې کوي. دا کورنۍ اوس هيڅ ډوډۍ ګټونکی نه لري او نه هم توانېدلي دي چې د خپلو کښتونو حاصلات را غونډ کړي. د سرچينو په وينا، ياد کس له يو عالم غمونو سره کابل ته راغلي دي.