د تاوتريخوالي د مخنيوي ورځ او په افغانستان کې د ښځو وضعيت

۲۵ د نوامبر، د نارنجي رنګ نړۍ

د نوامبر ۲۵مه د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي ورځ بلل شوې ده. د دې ورځې د نومولو شاليد داسې دی چې په ۱۹۶۰ کال کې د نوامبر پر ۲۵مه په دومينيکن جمهوريت کې درې خویندې چې ميرابال خویندو مشهورې وې، د ياد هيواد رافائل لئونيداس رژيم امنيتي ځواکونو دا درې سره خویندې په زندان کې تر شکنجه کولو وروسته ووژلې. دا درې سره خویندې په دې جرم نيول شوې وې چې د حاکم ديکتاتور رژيم بردومينيکن پر خلاف يې په سياسي فعاليتونو کې ګډون کړی و. ميرابال خویندې د ولسي او فيمينيستي مبارزې لپاره په مثال بدلې شوې او تر دې پېښي ۳۹ کاله وروسته د ۱۹۹۹ کال په اکتوبر کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د نوامبر ۲۵مه د يادو خویندو د ياد ساتنې او د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي ورځ ونوموله. تر دې وروسته هر کال دا ورځ په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي.

له دې سره – سره، ملګري ملتونه ۱۶ ورځنی کمپاين په لار اچولی چې د ښځو د حقوقو ملاتړ کوي او د هغو ښځو او نجونو اړتياوو ته ځواب وايي، چې د تاوتريخوالي قرباني دي. دا کمپاين د نوامبر له ۲۵مې څخه پيلېږي او د ډسمبر تر لسمې دوام کوي. په دې کمپاين کې هڅه کېږي چې د ښځو او د تاوتريخوالي د قرباني نجونو د حقوقو دفاع وشي.

پروني افغانستان کې د تاوتریخوالي د ختمولو نړيواله ورځ

د نوامبر ۲۵مه د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي تر نامه لاندې هر کال لمانځل کېږي. په افغانستان کې هم حکومت او د ښځو د حقوقو مدافع بنسټونو په همدې موخه لنډ مهالي پروګرامونه جوړول او په دې توګه به يې د ښځو د حقوقو ملاتړ کاوه او د همدې لپاره به يې فعاليت کاوه. د دوی په اند، دې پروګرامونو د افغانستان د ښځو په غږ رسولو کې ارزښت درلود. د نوامبر له ۲۵مې څخه د ډسمبر تر لسمې په معلومو ورځو کې به د هيواد په کچه د ښځو پر وضعيت خبرې کېدلې او د هغو کارونو يادونه به کېدله چې بايد شوي وای او په اخير کې به د تاوتريخوالي د بېلابېلو ډولونو هغه ارقام شريکېدل چې له دې بنسټونو سره به په تېر کال کې ثبت شوي وو.

د افغانستان حکومت هر کال د يوناما يا هم د ملګرو ملتونو د استازولۍ له دفتر سره په همکارۍ په دې ورځو کې د ټول افغانستان په سطحه، په دې موخه کمپاين کاوه چې د تاوتريخوالي د ختمولو لپاره پوهاوی زيات کړي. په دې کمپاين کې  به د تاوتريخوالي د قربانيانو ملاتړ کېده او د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي کمپاين به په دې شعار سره بدرګه کېده چې «نړۍ نارنجي رنګه کړئ».

جنګ، اقتصادي، ټولنيزې او کلتوري ستونزې او په افغانستان پر قبيلوي سنتونو او باورونو ټينګار د ښځو په وړاندې د بېلابېلو ډولونو تاوتريخوالي ته زمينه برابره کړې ده. که څه هم پخوا د ښځو د وضعيت د ښه والي په موخه کار کېده خو د ښځو په وړاندي تاوتريخوالی لا هم د خبرونو سرټکي وو. د ښځو د حقوقو او د بشري حقوقو ملاتړو بنسټونه به ۲۵ د نوامبر يا هم د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د ختمولو نړيوالې ورځې په مناسبت پروګرامونه جوړول او هڅه به يې کوله چې د ښځو په وړاندې د کېدونکي تاوتريخوالي کچه راکمه کړي. د ښځو د حقوقو مدافعين په دې باور وو، چې دا پروګرامونه د دې سبب کېږي چې نړيواله ټولنه د افغانستان د ښځو له وضعيته خبره شي او دا  ډول پروګرامونه د ښځو د ژوند په ښه کولو، د هغوی لپاره د عدالت په تامينولو او د هغوی د انساني کرامت لور ته په پام را اړولو کې ډېر ارزښت لري.

د نوامبر ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیواله ورځ په دې شعار سره چې نړۍ نارنجي کړئ. انځور: ټولنیزې رسنۍ

دا کمپاينونه به په داسې حال کې کېدل چې د افغانستان حکومت ژمنه کړې وه چې د ښځو او نجونو په وړاندې تاوتريخوالی به د ۲۰۳۰ ميلادي کال تر پايه ختموي.

نړيوالو بنسټونو په افغانستان کې د ښځو د وضعيت په اړه اندېښنه درلوده او د هغوی په وړاندې د تاوتريخوالي د ختمولو غوښتونکي وو. د ملګرو ملتونو د معاونت پلاوي تېر کال د نوامبر پر ۲۵مه وويل، چې د جنسيت پر اساس تاوتريخوالی لا هم د ښځو او نجونو په وړاندې يو جدي تهديد دی او د پايدارې سولې په لار کې لوی خنډ دی.

د دې سازمان په اعلاميه کې پر دې ټينګار شوی وو، چې په نړيواله توګه په هرو دریو کې يوه ښځه جنسي يا هم فزيکي تاوتريخوالی تجربه کوي. د يوناما د راپور پر اساس، دا ارقام په افغانستان کې ډېر لوړ او اندېښمنوونکي دي ان دا چې په هرو لسو کې نهه ښځې د خپل ژوند پر مهال د تاوتريخوالي يوه نه يوه بڼه تجربه کوي.

په ننني افغانستان کې د ښځو وضعيت

که څه هم په تېرو دوو لسيزو کې د ښځو د حقوقو په برخه کې کار شوی و، او هڅه دا کېدله چې د ښځو په وړاندې روان سيسټماټيک تاوتريخوالی کم شي خو د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه چې طالبان بيا راغلي، د افغانستان ښځې د بشري حقوقو له اړخه له بد حالت سره مخ دي او له خپلو ټولو حقونو او امتيازاتو بې برخې دي.

د ښځو لپاره په سياسي، ټولنيزه او کلتوري برخه کې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې له منځه تللي او د جمهوري نظام په له منځه تګ سره د بشري او انساني حقوقو ټول معيارونه ختم شوي دي په ځانګړي ډول د ښځو لپاره.

طالبانو چې له څه وخت راهيسې پر افغانستان ولکه کړې نو هڅه يې، داده چې د ښځو او نجونو حقوق محدود کړي. د بشري حقوقو او د ښځو د حقوقو ملاتړي بنسټونه په افغانستان کې نشته او د دوی په غياب کې د طالبانو له لوري د ښځو پر وړاندې سيسټماټيک تاوتريخوالی د دې سبب شوی چې ښځې په ټولنيزه توګه نوري هم منزوي شي او د هغوی قضاياوو ته رسيدګي ونه شي.

د يوناما په وينا، افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتريخوالي پېښي ځکه زياتې شوي چې خپلو حقوقو او ازاديو ته يې لاسرسی محدود شوی او هغه ښځې چې د تاوتريخوالي ښکار شوې، هغوی هم خدماتو ته کم لاسرسی لري.

تر یوه کال ډیره موده کېږي چې طالبانو د شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو محرومه کړې دي. انځور: ټولنیزې رسنۍ

زده کړو ته لاسرسی د ښځو تر ټولو اساسي بشري حق دی چې ترې محرومې شوې دي. د طالبانو تر حاکميت لاندې نجونې تر شپږم ټولګي پورته د زده کړو اجازه نه لري. د شريعت او اسلام د لارښوونو بر خلاف، دا حق له ښځو او نجونو څخه اخيستل شوی دی. سره له دې چې د نړيوالې ټولنې او د افغانستان د ټولو ښځو له لوري په دې تړاو فشارونه دي، خو لا هم تر يوه کال زياته موده کېږي چې دا ډله په افغانستان کې له خپل دې تصميمه نه ده را ګرزيدلې او نجونو ته يې د تعليم اجازه نه ده ورکړې. د زده کوونکو نجونو بې برخليکي د هيواد د ښځو او نجونو په اړه جدي انديښنې را پورته کړې دي.

د ښځو په وړاندې په تعريف شوي تاوتريخوالي کې فزيکي تاوتريخوالی لکه وهل، وژل، لفظي او رواني تاوتريخوالی، کم عمر کې واده، په بدو کې د نجونو ورکول او پلورل شاملېږي، د ښځو په وړاندي په کېدونکي تاوتريخوالي کې تر ټولو ښکاره موارد همدا دي.

د جمهوريت پر مهال د بشري حقوقو مدافع بنسټونو شتون درلود، چې د ښځو او نجونو د حقونو د دفاع په برخه کې يې کار کاوه، د هغو موجوديت د دې سبب شوی وو چې د ښځو د حقوقو نقض په څرګنده ونه شي، خو له کومه وخته چې طالبان واک ته رسېدلي نو پر عرف، سنت او شريعت د دوی ټينګار د دې لامل شوی دی چې بشري حقوقو ته لاسرسی کم شي، په ځانګړې توګه د ښځو.

د ۲۰۲۱ اګست پر ۱۵مه د طالبانو د حاکميت له مهاله بيا د ۲۰۲۲ کال تر ۱۵ اګست پورې، د بشري حقوقو خپلواک کميسيون د بشري حقوقو او بشر دوستانه نړيوالو حقوقو وضعيت ارزولی او ويلي يې دي چې حد اقل ۱۵ نجونې د خپل مور او پلار له لوري جبري واده ته  په کندهار، بدخشان، تخار، غزني او په ځانګړې توګه په بلخاب ولسوالي کې د جګړې له وجې اړې شوي، ځکه وېره وه چې چې عزتونه يې د طالبانو له لوري پايمال نه شي. همدا راز په کندهار، هرات او غور کې يو شمېر کورنيو د اقتصادي ستونزو او بې وزلۍ له کبله کم عمره نجونې پلورلې دي.

د ښځو په وړاندې سيسټماټيک تاوتريخوالی

د ياد بنسټ له وينا سره سم، د افغانستان ښځې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهيسې د ژوند بدترين حالت تجربه کوي. د طالبانو د رهبرانو ظالمانه فرمانونه د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د ښځو د حضور مخنيوی کوي.

همدې ته په پام ويلای شو چې د ښځو ضد او سخت تبعيضي فرمانونه د ژوند په ټولو اړخونو کې د ښځو د لا نورې انزوا سبب کېږي.

د طالبانو د حاکميت په يوه کال کې، ښځې له خپلو فردي او ټولنيزو حقوقو او ازاديو محرومې شوې دي. د طالبانو د حاکميت په کم و زيات يو نيم کال وخت کې، ښځې د فردي او ټولنيزو حقوقو له اړخه ډېري شاته تللې دي او د تېرو دوو لسيزو ټولې لاسته راوړنې ختمې شوې دي. په ټوله کې داسې ښکاري چې د افغانستان په قبيلوي او سنتي ټولنه کې د ښځو د مخته تګ لار تړل شوې ده.

د احصایيې او معلوماتو د ملي ادارې د ارقامو پر اساس، په ۱۳۹۹ لمريز کال کې د ملکي خدماتو ۲۶ سلنه کارمندانې ښځې وې او په عدلي او قضايي بنسټونو کې ۲۵۲ ښځې قاضیانې وې او ۴۳۷ ښځو د څارنوالانو په توګه دندې کولې. د رسمي شمېرو پر اساس، په ۱۳۹۹ کال کې ۱۱۰ زره او ۳۱۵ نجونو په پوهنتونو کې درسونه ويل، چې دا شمېره د ټولې سلنې ۲۸مه برخه جوړوي، او همدا راز دوه زره او ۴۵۹ ښځينه استادانو د هيواد په بېلابېلو پوهنتونو کې تدريس کاوه.

د ۱۳۹۹ لمريز کال پر مهال په عمومي دولتي مکتبونو کې ۳۹ سلنه يعنې درې ميليونه، ۵۶۱ زره او ۲۶۴ نفره زده کوونکي وو، چې په دې کې د دغه ښوونځیو ۳۶ سلنه يعنې اویا زره او ۵۸۵ یې ښځینه استادانې وې. د تېر يوه کال پر مهال په دې برخه کې اکثره بوختې ښځې له وظيفو محرومې شوې دي او همدا راز تر شپږم ټولګي پورته ټولګيو زده کوونکې نجونې له زده کړو پاتې دي.

سارا کنيبز چې په اسيا او اقيانوس کې د ښځو د سازمان سيمه ييزه مديره ده، وايي چې ښځې په سيسټماټيکه توګه له ټولنې حذف کېږي. هغې په يوه ټويټ کې ويلي و، چې ښځې له ډیری دندو، مکتبونو او حتا پارکونو څخه حذف شوې دي.

د افغانستان ښځې د دې محدوديتونو په وړاندې نه دي غلې شوې او بيا–بيا د خپلو حقوقو د غوښتنې لپاره لارو او کوڅو ته راوتلې دي او اعتراض يې کړی دی، خو طالبانو د دې اعتراضاتو مخنيوی کړی او د ښځو د حق غوښتنې د حرکتونو په وړاندي درېدلي دي. په دې وروستيو کې درې اعتراض کوونکې ښځې د طالبانو له خوا نيول شوې دي. دې ښځو بيا – بيا د خپل حق د غوښتنې لپاره غږ  اوچت کړی دی.

د طالبانو د واکمنۍ وروسته ښځې په سیستماتیک ډول له ټولنې څخه حذف کېږي. انځور:  Getty Images

د طالبانو له بيا راتګ سره ټول بين المللي کنوانسيونونه په رسمي ډول لغوه شوي او په عمل کې نور نه تطبيقېږي. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ۱۳۲۵ پرېکړه ليک چې افغانستان يې هم منلو ته ژمن وو، نور نه عملي کېږي. په دې پرېکړه ليک کې پر دې ټينګار شوی و، چې د ښځو حالت بايد را ښه شي، د هغوی په وړاندې تاوتريخوالی کم او په ټولنه کې يې ونډه زياته شي. په اوسني حالت کې د افغانستان ښځې له شته وضعيت څخه د وتلو هيڅ لار نه لري. همدا راز، د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون هم نور نه عملي کېږي، د ښځو د دفاع لپاره دا يو بهترين قانون و، او پر ښځو د کېدونکي تاوتريخوالي ډولونه يې تعريف کړي وو او د هغو لپاره يې سزا ټاکلې وه.

د ښځو ځپل

د جنسيتي تاوتريخوالي له مخې افغانستان د ښځو لپاره له بدترينو هيوادونو څخه دی. د افغانستان ښځې د نورې نړۍ د ښځو په پرتله په ډېر بد وضعيت کې ژوند کوي. سره له دې چې د قانون تشه موجوده ده، داسې بنسټونه نه شته چې د ښځو ملاتړ وکړي، د طالبانو په حاکميت کې د بيان ازادي محدوده کړل شوې، خو بيا هم د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو څخه ټکان ورکوونکي راپورونه خپرېږي. په ښځو کې د قتل د شمیر زیاتوالی، په بېلابېلو ولايتونو کې د ښځو د ځان وژنو ډېرېدل، له طالبانو سره د نجونو اجباري واده، يا هم د اقتصادي محروميت يا د ناامنۍ د احساس له کبله اجباري واده کول، هغه پېښي دي چې د طالبانو تر حاکميت لاندې پېښيږي.

د افغانستان پر ښځو د محدوديتونو وضع کول د دې سبب شول چې ښځې د خپلو حقوقو د غوښتنې لپاره لارو او کوڅو ته را ووزي او اعتراض وکړي. که څه هم د ښځو اعتراضونه د افغانستان په بېلابېلو ځايونو کې په شيندلي شکل دي، خو بيا هم د طالبانو له ځپلو سره مخ دي. د دې ځپلو په جريان کې يو شمېر ښځې د طالبانو له لوري نيول شوې دي او شکنجه کړې يې دي. دا مهال هم درې اعتراض کوونکې ښځې د طالبانو په زندان کې دي او د هغو د برخليک په اړه هيڅ معلومات نشته. ظريفه يعقوبي، فرحت پوپلزۍ او حميرا يوسف د طالبانو له خوا نيول شوې دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو سازمان په يوه ټويټ کې ويلي دي چې د ښځو چوپول او د هغوی د کار محدودول، نه يوازې دا چې پر ښځو اغېز لري بلکې پر ټوله ټولنه تاثير کوي. دې دفتر پسي زياته کړې چې «د افغانستان ټول خلک د اعتراض کولو، بيان او عقيدې د ازادۍ حق لري.» د بخښنې نړيوال سازمان هم تر دې وړاندې د دې ښځو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او د هغوی د خوشې کولو غوښتنه يې کړې. سره له دې چې د نړيوالې ټولنې فشارونه دي، خو بيا هم طالبان د ښځو په وړاندې خپل دې چلند ته دوام ورکوي او د افغانستان په نوم په يوه جغرافيه کې يې د ټولو ښځو لپاره ژوند تنګ کړی دی.