انځور: Pakistani Media

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستياله حنا رباني کهر، سبا کابل ته راځي

اطلاعات روز: په پام کې ده چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د مرستيالې په مشرۍ يو پاکستانی پلاوی سبا (سې شنبه، ۸ د لیندۍ) کابل ته راشي.

د پاکستاني رسنيو په وينا، ډيپلوماټيکو سرچينو ويلي، چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان او د نورو ټولو وزارتونو په ځانګړي ډول ماليې وزارت چارواکي به په دې سفر کې د حنا رباني ملتيا کوي.

‌ډي نيوز ليکلي، چې حنا رباني به په کابل کې د طالبانو د بهرنيو چارو له سرپرست وزير ملا امير خان متقي سره وويني.

په دې ليدنه کې به پر دوه اړخيزو اړيکو او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې پر ممکنه او هر اړخيزې مرستې بحث وشي.

د پاکستان هيأت به ښايي د طالبانو رییس الوزرا ملا احسن آخوند سره هم وويني.

حنا رباني لومړی ځل په ۲۰۱۲ کال کې کابل ته راغلې وه چې هغه مهال د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره وه او د افغانستان له پخواني جمهور رييس حامد کرزي سره يې ليدلي و. دا افغانستان ته د پاکستان له لوري د يوې ښځينه سياسي رهبرې لومړنی سفر و.