یوناما د دايکندي په سيوک-شيبر کې د «وژل شويو» ملکي وګړو په اړه پلټنه کوي

اطلاعات روز: افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (يوناما) وايي، چې هڅه کوي د دايکندي په سيوک-شيبر سيمه کې د وروستۍ پېښې په اړه حقايق راغونډ کړي.

دغه دفتر نن سهار (پنج‌شنبه، ۱۰ د لیندۍ) په يوه ټويټ کې ويلي، چې د ماشومانو په ګډون د اته غیر نظامي وګړو د وژنو په اړه «ډېر جدي» راپورونه شته.

يوناما زیاته کړې، چې د معتبرو څیړنو او ځواب ويلو د اړتيا پر اساس يې له طالبانو سره خبرې پېل کړې دي.

طالبانو تېره اونۍ د دايکندي د مرکز په سيوک – شيبر کلي کې د دوو کسانو پر کورنيو بريد وکړ.

د ځايي سرچينو په وينا، په دې بريد کې اته کسان وژل شوي چې څلور پکې کم عمره ماشومان دي.

طالبانو قربانيان «باغيان» بللي او ويلي يې دي چې د دوی له ځواکونو سره يې جګړه کړې.

خپلواکې سرچينې وايي، چې وژل شويو له دوو کورنيو د هاشم خان او محمد داد جعفري له زامنو سره تړاو درلود.

د سرچينو په وينا، د جعفري زامنو له يوه بل کس غريب حسين بيګ سره د ځمکې پر سر شخړه درلوده او له همدې امله يې وسله ګرزوله، خو له طالبانو سره يې هيڅ ستونزه نه درلوده.