د ښځينه حقونو فعاله شمايل پيکار له يوې مياشتې راهيسې د طالبانو په بند کې ده

اطلاعات روز: د ښځينه حقونو فعالې شمايل پيکار کورنۍ وايي، چې نموړې له يوې مياشتې راهيسې د طالبانو په بند کې ده.

دغې کورنۍ رسنيو ته په يوه ليک کې ويلي، چې پيکار تېره مياشت د لړم/عقرب پر ۱۲مه هغه وخت د طالبانو له خوا ونيول شوه چې غوښتل يې په يوه غونډه کې ګډون وکړي.

په دې ليک کې ويل شوي، چې شمايل د دې کورنۍ يوازينۍ فعاله غړې ده چې ټول عمر يې د مدني ټولنې او بشري حقونو لپاره کار کړی دی.

د شمايل پيکار کورنۍزیاته کړې، چې د دې تر نيولو وروسته، طالبانو د دوی کور پلټی او د کورنۍ غړي يې وهلي او ټکولي دي.

دا کورنۍ اندېښنه څرګندوي او وايي، چې له اغلې پيکار سره د ليدنې اجازه نه لري.

د شمايل پيکار کورنۍ د هغې خوشي کېدل غواړي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (يوناما) وايي، چې له يوې مياشتې راهيسې د ښځينه حقونو پنځه فعالانې د طالبانو په بند مې دي او دوی ورسره د ليدنې اجازه نه لري.

طالبانو د ښځينه اعتراض کوونکو د نيونې په اړه لا هم څه نه دي ويلي.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ښځې او نجونې له خپلو ابتدايي حقوقو او ازاديو بې برخې شوې دي.

د دوی تر حاکميت لاندې ښځې په دولتي ادارو کې د کار کولو اجازه نه لري او نجونې تر شپږم ټولګي پورته زده کړې نه شي کولای.

د طالبانو دا محدوديتونه د ښځينه اعتراضونو لامل شوي دي؛ خو طالبان غواړي دا ښځينه اعتراضات وځپي. په وروستيو څو اونيو کې ګڼې اعتراض کوونکې ښځې نيول شوې او يا هم ورکې شوې دي.