توماس وېسټ: د طالبانو مشروعيت له ښځو او نجونو سره د دې ډلې په چلند پورې اړه لري

اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د امريکا متحده ايالاتو ځانګړی استازی توماس وېسټ د طالبانو له سرپرست دفاع وزير ملا يعقوب مجاهد سره د خپلو خبرو جزييات خپاره کړي او ويلي يې دي چې د طالبانو داخلي او نړيوال مشروعيت، په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د دې ډلې په چلند پورې اړه لري.

نوموړي د ملا يعقوب په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره، د عربي متحده امارات پلازمېنې ابوظبۍ کې کتلي دي.

وېسټ لیکلي، چې په دې کتنه کې یې په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو د خرابېدونکي وضعیت او په یوه باثباته، سوکاله او سوله ییز افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې له طالبانو يې غوښتي چې دا ډله بايد د ښځو او نجونو د تعليم او د کار حق ته درناوی وکړي.

وېسټ لیکلي: «د هيواد (افغانستان) ټولنيز او اقتصادي ثبات او د طالبانو کورنی او نړيوال مشروعيت په ټينګه د افغانستان له لوڼو او مېندو سره د هغوی (طالبانو) په چلند پورې اړه لري.»

د امريکا ځانګړي استازي ويلي، چې له ملا يعقوب سره يې د افغانستان د امنيتي وضعيت، د داعش پر خلاف د طالبانو پر «دوامدارو هڅو»، د کاري فضا د ښه کولو پر لارو چارو او د روان انساني بحران په تړاو د نړيوالې ټولنې پر قوي غبرګون بحث کړی دی.