طالبانو ظريفه يعقوبي خوشې کړه

اطلاعات روز: اعتراض کوونکې ښځې تاييدوي چې د ښځينه حقونو فعاله ظريفه يعقوبي چې ۴۰ ورځې وړاندې د کابل په لوېديځ کې نيول شوې وه، د طالبانو له بنده خوشې شوې ده.

ظريفه يعقوبي د لړم/عقرب پر ۱۲مه له خپلو څلورو نارينه همکارانو سره د يوې خبري غونډې پر مهال نيول شوې وه، خو د سرچينې په وينا همکاران يې لا تر اوسه هم نه دي خوشې شوي.

ظريفه يعقوبي د فوزيې کوفي په مشرۍ د «موج تحول» ګوند غړې ده.

کوفي نن (دوشنبه، ۲۱ د لیندۍ) د يعقوبي خوشې کېدل تاييد کړي او په یوه ټويټ کې يې ليکلي: «زندان تاسو پخوي او عزم مو جدي کوي. دا لاره دوام لري.»

تر اوسه په خپله يعقوبي او خپلوانو یې د هغې د خلاصون او وضعيت په اړه څه نه دي ويلي.

طالبانو په دې وروستيو کې له ظريفې يعقوبي ترڅنګ د ښځينه حقونو څلور نورې فعالانې هم نيولې دي. د دې ټولو ښځينه فعالانو برخليک لا هم څرګند نه دی.

د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته ښځې او نجونې له خپلو لومړنيو حقونو او ازاديو بې برخې شوې دي.

د طالبانو تر حاکميت لاندې ښځې په دولتي ادارو کې کار نه شي کولای او همدا راز تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري.

د طالبانو دا بنديزونه د ښځينه اعتراضونو لامل شوي دي؛ خو طالبان دا ښځينه اعتراضونه ځپي.