انځور: ارشیف

کندهار کې طالب چارواکو د کرن ډیګر څرګندونو ته غبرګون ښودلی

اطلاعات روز: کندهار کې طالب چارواکو د افغانستان لپاره د امريکا شارژدافیرې کرن ډېګر پر څرګندونو نیوکه کړې او دا یې د افغانستان په داخلي چارو کې «لاس وهنه» بللې ده.

کرن ډېګر د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د ۷۵مې کليزې په مناسبت د کندهاري طالب مشرانو غوښتنه کړې وه، څو د بشري حقونو په برخه کې د افغان فعالانو او نړيوالو هڅو ملاتړ وکړي.

هغې ویلي و: «زه له کندهاري مشرانو غواړم چې د افغانستان د بشري حقونو د فعالانو او د نړیوالې ټولنې هغه هڅې چې د ټولنیز عدالت، انساني کرامت او ازادیو لپاره یې کوي، ملاتړ وکړي.»

که څه هم ځېنو افغان فعالانو د ډیګر د څرګندونو هرکلی کړی خو کندهار کې د طالبانو ځایي چارواکو  پر یادو څرګندونو نیوکه کړې او دا يې د افغانستان په داخلي چارو کې ښکاره لاس وهنه بللې ده.

د کندهار لپاره د طالبانو د والي وياند حاجي زيد په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د طالبانو د سرپرست حکومت پاليسي پر «اسلامي او شرعي» احکامو او اصول ولاړه ده او په دې برخه کې چاته اجازه نه ورکوي چې لاس وهنې وکړي.

اعلامیه کې راغلي: «موږ ته دا مقدسه پاليسي [اسلامي او شرعي] تر هرچا مقدمه او سره کرښه ده، د همدې پاليسۍ له مخې له هر چا سره تعلقات او تعامل کوو، نو بناءٔ د نړيوالو اصولو له مخې دې زموږ اصول چې زموږ د دين او شريعت محمدي څخه جوړ دي ټول دې درناوی ورته وکړي.»

پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنیدو سره دغې ډلې په ښځو کلک بندیزونه لګولي، د شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ یې ښوونځي تړلي او ښځي یې په دولتي ادارو کې له کار کولو څخه شړلي دي.

د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته ښځې او نجونې له خپلو لومړنيو حقونو او ازاديو بې برخې شوې دي.

د طالبانو تر حاکميت لاندې ښځې په دولتي ادارو کې کار نه شي کولای او همدا راز تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري.