اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د امريکا د سفارت شاژدافيرې کرن ډيګر د طالبانو له خوا د نجونو د لوړو زده کړو ځنډولو په تړاو د افغانستان له نارينه و غوښتي چې بايد د ښځو ترڅنګ ودرېږي. نموړې ليکلي دا یې وخت دی، افغان نارينه څه ته منتظر دي؟
د افغانستان لپاره د امريکا د سفارت شاژدافيرې د ټويټونو په يوه لړۍ کې د طالبانو تصميم د «نه درک وړ»، «نه دفاع کېدونکی» او د اسلام ضد بللی دی.
دې ويلي، چې کومو نارينهو چې دا تصميم نيولی، افغانستان د لا فقر خوا ته کاږي.
ډيګر ليکلي، چې امريکا به د افغانستان د ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کابينې د پرېکړي او د دې ډلې د لوړو زده کړو د سرپرست وزير مولوي ندا محمد نديم د امر پر اساس، په پوهنتونو کې د نجونو زده کړې تر امر ثاني پوري «ځنډيدلې» دي.
دې ډلې په کابل او ځينو ولايتونو کې خصوصي ښوونيز مرکزونه هم د نجونو پر مخ تړلي او نجونې يې نه دي پرېيښې چې دننه ورشي.
د طالبانو له لوري د دې تصميم تر اعلان وروسته چې د نجونو زده کړې ځنډوي، دې ډلې نجونې نه دي پرېيښي چې کابل پوهنتون ته ننوزي.
د طالبانو دې تصميم نړيوال غبرګونونه را پارولي دي.