انځور: ټولنیزې رسنۍ

د افغانستان د نجونو يو بل کړاو: «په کوم جرم محرومېږو؟»

اطلاعات روز: د افغانستان نجونې چې د تېرې چهارشنبې ورځ (۳۰ د لیندۍ) په سړه هوا کې ښوونيزو مرکزونو ته تللې وې، د طالب ځواکونو له خوا بيرته خپلو کورونو ته لېږل شوې دي. د دوی په منځ کې ماشومانې هم وې چې تازه د درس له مفهوم او ښوونځي سره اشنا کيدلې او پر ښځو د لګول شوي بنديز په تړاو، په هيڅ نه وې خبرې. طالب ځواکونو د پلازمينې په يو شمېر ځايونو – د ماشومانو په وړاندې – ځينې نجونې چې د دې ډلې د امر په وړاندې يې اعتراض کړی و، ووهلې.

د سې شنبې په ورځ د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له خوا يو مکتوب خپور شو او په هغه کې د طالبانو له خوا د نجونو په وړاندې د پوهنتونو د تړل کېدو خبر ورکړل شوی و. د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ته پر منسوب ټويټري حساب ليکل شوي و چې «برجسته علماوو» درسي نصاب او د پوهنتونو چاپېريال له «شرعي اړخه» وارزاوه او د طالبانو د رهبر مولوي هبت الله له لارښوونې سره سم به د نجونو لوړې زده کړې د «مناسب شرعي چاپېريال تر تامينېدو» پورې محدودوې وي.

د نجونو په وړاندې د پوهنتونو د ځنډول کېدو امر په داسې حال کې ورکړل شو چې د پوهنتونو او د خصوصي تحصيلي مرکزونو زدکړيالانو د سمسټر وروستۍ ازموينې ورکولې. طالب ځواکونو نجونې په زور د ازموينې له صحنې وويستلې. يو شمېر نجونو د پوهنتونونو د تړلو دروازو په وړاندې د اوښکو په تويولو سره د طالبانو پر نوې پرېکړه اعتراض وکړ.

پلازمينه او د ولايتونو مرکزونه تېرې چهارشنبې سهار راهيسې د طالبانو د نظامي خلکو په محاصره کې وو. د دې ډلې ځواکونو سهار وختي د خپل رهبر د حکم پلي کولو په خاطر ګزمې پيل کړې وې، ټولو پوهنتونو او ښوونيزو مرکزونو ته ولاړل تر څو د نجونو له نشتون څخه ډاډمن شي. د طالبانو نظامي ډلې په ښار کې تيارسۍ ولاړې وې.

هغه هيلې چې له خاورو سره خاورې شوې

مريم پوهنتون ته په کاميابېدو کې له زياتو خنډونو او ستونزو تېره شوې ده. دې تېر کال په ساړه ژمي کې تر نيمې شپې درسونه وويل، تر څو په کانکور کې د خپلې خوښې نومرې واخلي. مريم تازه د کابل اقتصاد پوهنځي ته بريالۍ شوې وه او دا چې د کورنۍ له مخالفت سره – سره توانيدلې وه چې پوهنتون ته بريالۍ شي، د وياړ احساس يې کاوه. د طالبانو نوي فرمان چې د نجونو لپاره يې لوړې زده کړې منعه کړې دي، د دې زړه مات کړی او دې ټوله شپه پر خپل او د افغانستان د نورو نجونو پر برخليک ژړلي دي. مريمه په خپل کومي کې په پټ بغض سره وايي چې يوازې مور يې د دې ملاتړ کاوه چې درس ووايي. «له مور پرته هيچا زما ملاتړ ونه کړ. حتا پلار او وروڼه مې زما له درس ويلو سره موافق نه وو. اوس ځان يوازې احساسوم او د خپل تياره راتلونکي په اړه ډېره اندېښمنه او خپه يم.»

شهربانو تېر کال د کانکور په ټولشموله ازموينه کې ګډون وکړ، خو د خپلې خوښې نومره يې وانخيسته او اوس يې له خپلې کشرې خور شبنم سره غوښتل چې د کانکور پر اول نومره توب سيالي وکړي. د دوی پلار په ايران کې مزدوري کوي تر څو د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کړي او لوڼو ته يې د تعليم زمينه برابره کړي. د شهربانو او شبنم د کورنۍ غړي وايي چې دوی دواړو به په شپه او ورځ کې له ۱۴ څخه تر ۱۶ ساعتونو پورې درس وايه، خو د پوهنتونو د تړل کېدو خبر دوی له خپله راتلونکي ناهيلي کړي دي.

شهربانو وايي چې راتلونکي ته هيله نه  لري او شونې ده چې تر دې وروسته د نجونو په تړاو هر ډول پرېکړه وشي. شبنم چې په کانکور کې د ګډون لپاره لېواله وه، د خبرو پر مهال يې نه شوای کولای  چې خپل نفرت پټ کړي.

د دې دوو خویندو په څېر، په افغانستان کې په زرګونو نجونو پوهنتون ته د لار موندنې لپاره جدي ننګونې تر شا پرېيښې دي. مرسل د ښوونځي په يوولسم ټولګي کې اول نومره وه چې طالبانو تېر کال تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته له تللو منعه کړې. مرسل په دې وخت کې خپل درسي مضامين په کور کې ويل او د دوولسم ټولګي کتابونه يې لوستل چې که ښوونځي بيرته پېل شي، نو دا به له خپلو درسونو شاته نه وي پاتې. همدا راز، هغې په دې موده کې په خپلو شخصي هڅو سره انګليسي هم زده کړې ده. مرسل وايي چې دې فکر کاوه طالبان يوازې ښوونځي ته د نجونو له تللو سره مخالف دي، له همدې کبله يې تياری کاوه چې د کانکور په ازموينه کې ګډون وکړي او وکولای شي چې پوهنتون ته ولاړه شي. اوس چې د پوهنتونو دروزاې ورته تړل شوې دي، خپلې هيلې له خاورو سره خاورې ګڼي.

ډيانا له پوهنتون څخه په لومړۍ درجه فارغه شوه او تازه د يوه دولتي پوهنتون په ژورناليزم پوهنځي کې د همکارې استادې په توګه ټاکل شوې وه. دا وايي سره له دې چې د طالبانو له خوا پر ښځو بنديزونه لګېدلي وو، خو دې هيله درلوده چې ښځې به په علمي مرکزونو او پوهنتونو کې موجودې وي او د خپل تحصيل له لارې به طالبان پوه کړي چې دلته د دوی شتون د ټولنې په زيان نه بلکې په ګټه يې دی. «خو د پوهنتون د دروازو تړل ښيي چې طالبان د ښځو له فعاليت څخه وېره لري او د ښځو په شتون کې خپل واک په خطر کې ويني.»

د روغتيايي علومو د يوه مرکز زده کړيالانې د طالبانو پرېکړه ظالمانه ګڼي او وايي چې دا ډله په اوسمهالو واقعيتونو په واضح ډول نه پوهېږي. مهر افروز وايي: «طالبان ښوونځيو او پوهنتونو ته د ښځو له تللو سره مخالفت کوي، خو که يې ښځه او مور مريضه شي نو د علاج لپاره يې چاته بيايي؟ ايا هغوی به نارينه ډاکټر ته اجازه ورکړي چې د دوی د ښځو درملنه وکړي؟» مهر افرزو پسي وايي چې طالبان غواړي ټولنه شاته بوزي او له همدې وجې د نجونو له تعليم او تحصيل سره مخالف دي.

شهربانو او شبنم هغه دوه خویندې دي چې د لومړي مقام لپاره دواړو سره سیالي کوله. انځور: اطلاعات روز

له نجونو سره خواخوږي

په تېرو يوه شپو او ورځو کې تقريبا نږدې ۲۰ استادانو له پوهنتونو د نجونو د تحصيل پر ممنوعيت اعتراض وکړ او استعفاوې يې ورکړې. د کابل پولی‌تخنيک پوهنتون استاد محمد هادي اسدي د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ته په خپل ليک کې ليکلي چې د ښځو پر خلاف د سيسټماټيک تبعيض له امله له خپلې دندې استعفا کوي. د پوهنتون د دې استاد په ليک کې راغلي: «په کومه ټولنه کې چې د نيم نفوس حقوق تر پښو لاندې کېږي، هلته خدمت کول عين خيانت دی.»

د نجونو پر تحصيل ممنوعيت په ټولنيزو رسنيو کې له پراخ اعتراض سره مخ شوی دی. د ټولنيزو رسنيو  يو شمېر کاروونکو خپلې پاڼې تورې کړې دي. د نجونو او د پوهنتونو د تړل کېدو په مقابل کې د هغوی د اعتراض ويډيوګانې د ټولنيزو رسنيوو د کاروونکو تر منځ په چټک ډول خپرېږي.

د افغانستان وتلي سندرغاړي فرهاد دريا د نجونو په وړاندې د پوهنتون د دروازو پر تړل کېدو اعتراض کړی او پر خپل فيسبوک يې ليکلي: «په کومه ځمکه کې چې د انسان له وينې تويولو، سنګسار، درو وهلو، ځپلو، وحشت او بربريت پرته نور هر څه «حرام» وي، نو حيرانوونکې نه ده چې هلته لومړی نجونې له ښوونځي او اوس پوهنتون ته له تللو منعه شي … طالبان همدا مسووليت لري چې موږ په دې برخليک اخته کړي.»

مهدي ثاقب ليکلي: «تل مو سکوت کړی دی چې ښايي وضعيت ښه شي. د اعتراض کوونکو نجونو پر فريادونو مو تل خندلي او په اړه به يې بې پروا وو. حتا هغه مهال چې به طالبانو پر سر او ملا وهلې، زه به يې په څنګ کې ډېر په راحتۍ تېرېدم، حتا دا مې هم نه ويل چې ولې زما په خور او لور لاس پورته کوئ؟»

ژورناليست ستار سعيدي ويلي چې د طالبانو ډله چې له «ښځو نفرت کوي» هره اونۍ له امريکا په لسګونو ميليونه ډالر اخلي، ټولې نجونې يې له پوهنتونو محرومې کړي … نړيوالې ټولنې ته هيڅ مهمه نه ده چې طالبان د افغانستان له خلکو سره څه کوي.»

د ټولنيزو رسنيوو پر کاروونکو سربيره، يو شمېر سياستوالو، د ټولنيزو چارو کارپوهانو، د ښځو او بشر حقونو فعالانو د پوهنتونو پر تړل کېدو سختې نیوکې کړې دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق د طالبانو پرېکړه له خلکو سره «څرګنده دښمني» ګڼي او دا يې د «جهل او بربادۍ» لور ته د افغانستان بوول بللي دي. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له طالبانو غوښتي چې «د افغانستان د ملي ګټو» په خاطر دې د نجونو په وړاندې د پوهنتونونو، مدرسو او نورو زدکړييزو بنسټونو دروازې خلاصې کړي. د افغانستان پخواني ولسمشر چې له هيواده په تښتېدلو يې طالبانو د قدرت د انتقال زمينه برابره کړه، د طالبانو وروستۍ پرېکړه «جنسي اپارتايډ» بللی او ويلي يې دي چې طالبانو افغانستان «اشغال کړی دی او ددې هيواد خلک يې يرغمل کړي دي.» د سولې د عالي شورا پخواني رييس هم له تحصيل څخه د نجونو بې برخيتوب «د تاسف وړ» ګڼلې او له طالبانو يې غوښتي دي چې له تحصيل څخه د نجونو پر ممانعت دې بيا غور وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو پخوانۍ رييسې شهرزاد اکبر افغانستان د ښځو او نجونو د هيلو «ډلييز قبر» ګڼلی او ويلي يې دي چې د افغانستان د ښځو وضعيت داسې دی لکه «ژوندۍ چې ښخې شوې» وي. د پارلمان پخوانۍ غړې فوزيې کوفي هم ويلي چې «تاريخ به تکرارېږي او اوس د يوه بل ۱۱ سپتمبر د پېښېدو وخت دی.»

تر اوسه نږدې شلو استادانو د نجونو زده کړو ځنډولو له امله له خپلو دندو استعفاوې کړې دي.

نړيوالې غندنې

د طالبانو له خوا د نجونو د لوړو زده کړو ممنوع کولو له داخلي غبرګونونو سره – سره نړيوالې غندنې هم را پارولې دي.

ملګرو ملتونو د طالبانو پرېکړه يو «تبعيضي او هدفي» سياست بللی او انديښنه يې څرګنده کړې چې له تحصيل څخه د نجونو ممنوعيت به د اجباري ودونو خطر زيات کړي. ملګرو ملتونو او په افغانستان کې بشرپالو شريکانو يې په يوه ګډه اعلاميه کې غوښتنه کړې چې دا پرېکړه دې ژر لغو شي. دا اعلاميه چې د تېرې اونۍ چهارشنبې ورځ (۳۰ د لیندۍ) د يوناما له خوا خپره شوې، پکې راغلي چې د ملګرو ملتونو کورنۍ او په افغانستان کې ټوله بشرپاله ټولنه او نړيواله ټولنه د طالبانو د پرېکړې په تړاو ددې هيواد د ميليونونو وګړو په غوسه کې شريک دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن ويلي، چې له لوړو زده کړو څخه د نجونو د محرومولو په تړاو د طالبانو پر پرېکړه «سخت ناهيلی» شوی او په دې سره طالبانو خپل هغه هدف چې غواړي د نړيوالې ټولنې له خوا ومنل شي، نور هم ځنډولی دی. زلمي خليلزاد چې د افغانستان د سولې لپاره يې د امريکا د ځانګړي استازي په رول کې له طالبانو سره د دوحې د سولې هوکړه لاسليک کړې او د امريکا د وتلو لپاره يې زمينه برابره کړې، د ټويټونو په يوه لړۍ کې ليکلي چې په طالبانو کې دننه د يوې ډلې له خوا د نجونو لپاره د تحصيل ممنوع کول «حيرانوونکې« او د نه درک وړ ده. «زه شخصا پوهېږم چې د طالبانو ډېری مشران له دې غير عادي حکم سره مخالف دي.»

د افغانستان د ښځو لپاره د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري له نړۍ غوښتي چې د طالبانو د «افراطي» پرېکړو په وړاندې دي منظم شي. «په دې لړ کې ناکامي کولای شي چې طالبان زړور کړي او په دې توګه به دا ډله په نورو ځايونو کې توندلارو ته الهام ورکړي او په دې توګه به له افغانستانه دباندې د ښځو او نجونو حقونه او ټولنې له خطر سره مخ کړي.»

د اسلامي همکاريو سازمان، اروپايي اتحاديې، د برتانيې لومړي وزير، د جرمني بهرنيو چارو وزارت، د فرانسې بهرنيو چارو وزارت، ترکيې، ناروې، سعودي عربستان، پاکستان او نورو هيوادونو د طالبانو پر وروستۍ پرېکړه انديښنه ښکاره کړې او غندلې يې ده.

ورته مهال د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، په خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز پریکړه یې د «د منکراتو مخنیوي» او د «شریعت د پلي کیدو» په موخه کړې ده. د دغه وزارت وزیر ندا محمد ندیم د تېرې پنج شنبې په ورځ ملي تلویزیون سره په مرکه کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی ویلي، چې د څلور لاملونو له مخې یې د نجونو پر مخ پوهنتونونه تړلي دي. نموړي درسي نصاب، د نارینه او ښځینه محصلینو ګډ ټولګي، لیلیو کې د نجونو پاتې کیدل او د حجاب نه مراعت هغه څه یاد کړل چې له مخې یې د نجونو پرمخ  د پوهنتونونو دروازې وتړل شوې.

«نړۍ ننداره کوي»

تېره اونۍ د افغانستان په هر ځای کې د نجونو د لوړو زده کړو د ممنوع کولو بحث روان و. د يو شمېر نجونو د کورنۍ غړي د طالبانو پرېکړه ظالمانه ګڼي او وايي چې د ښځو پر خلاف د دې ډلې سخت دريځي اقدامات د اسلام له  دين څخه د «بدبينۍ» او «تنفر» لامل کېږي.

فيصل د نجونو په وړاندې د پوهنتونو د دروازو پر تړل کېدو سخت خپه دی. د فيصل خور په ډېره ستونزمنه توګه توانيدلې وه چې پوهنتون ته لار پيدا کړي. د طالبانو پرېکړه د دې لامل شوې چې دی د خپلې خور او د افغانستان د نورو نجونو لپاره وژاړي. فيصل پر خلکو سخته نيوکه کوي چې د طالبانو د اوامرو په وړاندې چوپ دي.

ذبيح چې د خپلو لوڼو هڅې ورته اوس د اوبو پر مخ کښل شوې کرښې ښکاري، سخت خپه دی. دی وايي چې «طالبان غواړي افغانستان د تيارې پر لور بوزي او بيا نو هر هغه کار کولای شي چې ويې غواړي.» ذبيح وايي چې خلک د طالبانو پر خلاف له عمومي انقلاب پرته بله لار نه لري. «د خلکو له خوا عمومي انقلاب به خونړی وي او شونې ده چې ډلييزې وژنې وشي. خو د خلکو په برخليک  له لوبو کولو څخه د طالبانو لاس هم لنډوي.»

د فرهاد خور تازه په تازه تياری کاوه چې پوهنتون ته ولاړه شي، دی د طالبانو پرېکړه دردوونکې بولي او وايي چې نشي کولای له خپلې خور سره مرسته وکړي، له همدې کبله ناهيلی دی. فرهاد وايي چې دا پرېکړه د هغو نجونو لپاره «ويجاړوونکې» ده چې يوه لسيزه يې نورې نجونې درس او پوهنتون ته پر تللو ليدلې دي. فرهاد له نارينه محصلينو غواړي چې له خپلو خویندو سره د همغږي په خاطر پوهنتونو ته له تللو ډډه وکړي.

ښځينه محصلينې وايي چې د طالبانو پر هغو وعدو باور نه لري چې وايي پوهنتونونه به بيرته پرانيستل شي. مژګان وايي چې طالبانو يو کال وړاندې ويلي و چې «ژر» به د نجونو په وړاندې ښوونځي خلاص شي، خو تر اوسه نه دي خلاص شوي. دا وايي چې د افغانستان ښځې او نجونې نه پوهېږي چې په کوم جرم له زده کړو او کار څخه بې برخې شوې دي؟

مهرافروز وايي چې نجونو د طالبانو ټولې غوښتنې ومنلې تر څو وکولای شي چې په صنفونو کې حاضرې شي. «موږ ته يې وويل چې تورې جامې واغوندئ او تور پړوني پر سر کړئ، صنفونه مو بايد بېل وي، له استادانو او محصلينو سره بايد کار ونه لرئ، دا ټول عملي شول. حتا تورې عينکې به مو پر سترګو کولې چې تر څو دوی پوهنتونو ته زموږ د تللو مانع نشي. خو بيا يې هم په ظالمانه توګه نجونې له خپلو لومړنيو حقونو چې درس ويل و، محرومې کړې.»

محصلينې نجونې نړۍ او په ځانګړې توګه امريکا د افغانستان د ښځو او نجونو په تړاو په بې تفاوتۍ تورنوي. مژګان وايي: «نړۍ خو د بشري حقونو او ښځو د حقونو لاپې وهي، خو د افغانستان د نجونو د تريخ برخليک په تړاو په بې شرمۍ سره يوازې ننداره کوي.»

طالبانو په تېر يوه کال کې، په بېلابېلو فرمانونو سره نجونې ښوونځيو او پوهنتونو ته له تلو منعه کړې او ښځينه کارمندانې يې له ادارو وايستلې. دې ډلې همدا راز ورزش ځايونو، حمامونو او تفريحي پارکونو ته د ښځو پر تللو بنديز لګولی دی. د طالبانو پر له پسې بنديزونو په ټولنه کې د ښځو حضور په شدت سره کمرنګه کړی دی.

هڅه مو وکړه چې په دې راپور کې د ښځو د فعاليت او حضور په تړاو د طالبانو پر فرمانونو د مسجد د ملا امامانو نظر هم واخلو، خو له بيا – بيا تماس سره – سره هغوی په دې تړاو څه ونه ويل.