سمنګان کې سرچینې: طالبانو له دوو ځوانو نجونو سرونه پرې کړي

اطلاعات روز: د سمنګان ولایت په روی دواب ولسوالۍ کې ځایي سرچینې تاییدوي چې طالبانو له دوو ځوانو نجونو سرونه پرې کړي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، قاري انس، چې د سمنګان روی دواب ولسوالۍ کې د طالبانو د ولسوال شاه محمد شمشاد يو تن ساتونکی دی، د دغو نجونو سرونه د دوى د کورنيو په مخکې پرې کړي دي.

یوې سرچینې وویل، چې دغه دوه نجونې په زنا تورنې شوې وي.

په همدې تړاو د «مقاومت جبهې» ویاند صبغت الله احمدي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې طالبانو په سمنګان ولایت کې پر دوو نجونو جنسي تېری کړی او بیا یې ترې سرونه پرې کړي دي.

خو سرچينې دا ردوي چې ګواکې د طالبانو غړو پر دغو دوو نجونو تیری کړی دی.

بل خوا د سمنګان ولایت د روی دواب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د دې ولسوالۍ ولسوال شاه محمد شمشاد له خلکو سره په ناوړه چلند او ظلم تورنوي.

دوی د شاه محمد د لېرې کیدو غوښتنه کوي.

ومو غوښتل، چې په دې اړه سمنګان ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو نظر هم له ځان سره ولرو، خو له پرله پسې هڅو سره سره ونه توانېدو.